په بغلان کې د طالبانو ترڅنګ د روسي او پاکستاني سلاکارانو موجودیت

د بغلان امنیه قوماندان نن سه‌شنبې د (می پر ۱۶مه) په خبري غونډه کې وویل، چې د طالبانو ترڅنګ د روسي او پاکستاني سلاکارانو موجودیت د دې معنا ورکوي، چې دا هېوادونه په افغانستان کې د خپلو ملاتړو په خوا کې ولاړ دي او هڅه کوي، د خپلو اوږدمهالو پالیسو په پلي کولو سره افغانستان او په ځانګړي ډول بغلان ناامن کړي.

د بغلان امنیه قوماندان اکرام‌الدین سریع وویل، چې په‌دې ولایت کې د طالبانو د نښتو مشري مولوي شمس‌الدین پر مخ بیايي او روسي، پاکستاني، چیچني او مصري سلاکارن یې د پلخمري په ډنډغوري، ډنډشهاب‌الدین او دهنې‌غوري کې هر ډول مالي او روزنیز ملاتړ کوي.

سریع زیاته کړه، چې له افغان دولت او امنیتي ځواکونو نه د نړیوالو ملاتړ نورو هېوادونو ته اندېښنې پیدا کړې‌دي او ګاونډي هېوادونه په همدې پار هڅه کوي، چې افغانستان ناامن شي.

دا په‌‌داسې حال کې ده، چې له‌دې مخکې په بغلان کې مخ پټي کسان لیدل شوي وو، چې ویل کېږي، روسۍ ښځینه سلاکارانې وې، چې د پلخمري په ډنډغوري کې یې خپلو موخو ته د رسېدو په پار له طالبانو ملاتړ کولو.

طالبانو له یوې اوونۍ راهیسې د بغلان ولایت د بورکې ولسوالۍ او د دې ولایت په لویې لارې د پرتو امنیتي پوستو نیولو په پار پراخ بریدونه پیل کړي.

د بغلان د امنیتي چارواکیو پروینا، له تخار او کندوز ولایتونو نه د دې ډلې د ورغليو سرګروپانو په ګډون ۶۴ طالبان وژل شوي او ۴۸ تنه نور ټپيان شوي. په‌دې بریدونو کې ۷ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام