
د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ یو جهادي قوماندان جنرال حبیبالله سلاموطندار ته وویل، د سږکال پسرلي موسم سره سم اوزبیک وسلهوالو په خاک افغان ولسوالۍ کې د داعش تر بیرغ لاندې کمپ جوړ کړی دی او د دې ولایت په ناوه، مقر، ګیلان او قرهباغ ولسوالیو کې خپلو لیکو ته جلبوجذب کوي.
حبیبالله چې د غزني ناوې او د زابل خاک افغان ولسوالیو ګاونډ کې د حکومت په ملاتړ پوستې لري وايي، د داعش ډلې ټول کړهوړه او مرکزونه تر نظر لاندې دي؛ خو نه غواړي د جګړې پیلونکی وي.
د نوموړي په خبره، تر قوماندې لاندې کسان یې د دې وړتیا لري چې د داعش ډلې هر ډول نظامي اقدام شنډ کړي.
وايي، داعش ډله د پاکستان له خاورې افغانستان ته راروانه ده او درګرده په ناوې او خاک افغان کې ځای پرځای کېږي.
جنرال حبیبالله زیاتوي، تراوسه پورې د دغې ډلې د موخو په اړه کره اطلاعات موجود نه دي خو ښايي په جاغوري، مالستان، ګیلان او د زابل په ځېنو سیمو بریدونه وکړي.
له بل لوري د زابل ولایتي شورا مرستیال اسدالله کاکړ او دغهراز د غزني ولایتي شورا غړی خالقداد اکبري تاییدوي چې داعش ډله د زابل په خاک افغان او دایچوپان ولسوالیو کې پراخ حضور لري.

هغوی هم تاییدوي چې داعش ډلې وسلهوال له پاکستانه افغانستان ته راوړي او په یادو ولسوالیو کې نظامي روزنه کوي او له هغه ځایه بیا نورو ولایتونو په ځانګړي ډول روزګان ته لېږل کېږي.
د غزني د ولایتي شورا د غړیو په وینا، دولت تر اوسه د داعشیانو په مقابل کې سکوت اختیار کړی او د داعشیانو په مرکزونو یې هېڅ ډول پوځي عملیات نه دي پلان کړي.
خو د غزني امنیه قوماندان جنرال محمدزمان وايي چې تر اوسه د دې ډلې د فعالیت راپور نهدی ور رسېدلی.
دوه کاله مخکې هم بهرني وسلهوال د داعش له بیرغ سره په همدې ولسوالۍ کې راپيداشول چې څو ځایه یې مسافر برمته کړل؛ خو طالبانو سره له نښتې وروسته یې سیمه پرېښودله.





