
د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وايي، چې په حکومت کې د موجودو ناندرو سره سره هیڅ کله به اوسنی حکومت یوازې پرې نه ږدي.
دوستم نن (پنجشنبه) د جنبش ځوانانو په درېیمه کنګره کې خبرې کولې وویل، هیڅ امکان نه لري هغه حکومت چې دوی په خپله جوړ کړی دی، پرېږدي.
نوموړي دغه خبرې په داسې حال کې وکړې، چې په دې وروستیو کې ځېنو رسنیو د ولسمشر او د دوستم ترمنځ د ژورو اختلافونو راپور خپور کړی و.
دغو رسنیو ویلي و، چې ارګ د دوستم غوښتنې نه دي منلي او په همدې دلیل خوابدی دی او ښايي، چې له حکومت نه څنګ ته شي.
له بل لوري د ارګ په مهمو غونډې د دوستم نه ښکاره کېدل د ولسمشر او د لومړي مرستیال ترمنځ د ژور اختلاف انګېرنې پیداکړې وې.
خو د ولسمشر لومړي مرستیال دغه راپورونه او انګېرنې بې بنسته وبللې او د حکومت په ملاتړ یې ټینګار وکړ.
په ورته وخت کې د ځوانانو په نننۍ غونډه کې له حکومت نه شکایت وکړ او ویې ویلې، چې حکومت ور سره په کړو ژمنو عمل ونه کړ.

جنرال دوستم په ولسمشرۍ ټاکنو کې ځوانانو او ولس سره ژمنې کړې وې، چې اوس د کړو ژمنو د عمل په برخه کې پاتې راغلی دی.
دوستم وايي، چې "د خلکو په مخ کې مې د شرم احساس کوم، ځکه هغه ژمنې چې له دوی سره کړې وې، تر یو بریده مې عملي کړي نه دي"
نوموړي وویل، چې اوس هم په خپلو کړو ژمنو ولاړ دی او د پلي کولو له پاره به یې هڅې وکړي.
دوستم زیاته کړه، چې په حکومت کې د شته ستونزه په موجودیت کې نه شي کولی، اوسمهال د ځوانانو له پاره وزارت رامنځته کړي.
د ځوانانو له پاره وزارت را منځته کول، حکومت د دوستم یو له ټاکنیزو ژمنو څخه وو.





