د هېواد په لویدځ بادغیس ولایت چارواکې وایي، چې جوند ولسوالۍ تېره شپه د طالبانو لاسته ورغلې ده.
د بادغیس ولایتي شورا رییس بهاالدین قادسي نن د (اپریل ۱۰مه) په تیلفوني اړیکه کې سلام وطندار ته وویل، چې پرون ماښام ۶ بجې شاوخوا له ۷۰۰ تر ۸۰۰ طالب جنګیالیو د باغیس په جوند ولسوالۍ برید وکړ او له ۸ ساعتونو جګړې وروسته د تېرې شپې ۲ بجې دغه ولسوالي د طالبانو لاسته ورغله.
د سیمې اوسېدونکې وايي، چې شاوخوا ۱۲۰۰ طالب بریدګرو په دې ولسوالۍ برید کړی و.
قادسي وايي ټول سیمه ییز چارواکي د "ده نو" په نوم سیمې ته پناه وړې او طالبانو په محاصره کې بند پاتې دي.
د باغیس ولایتي شورا رییس خبرداری ورکوي، که چېرې حکومت جدي پاملرنه ونه کړي؛ ښايي چې ټول سیمه ییز چارواکي به ووژل شي.
تر دې مهال د باغیس امنیتي چارواکو په اړه نظر نه دی څرګند کړی.
د فراه نښتو پای
په ورته وخت کې د فراه ولایت د ملي اردو ویاند عبدالروف رحماني نن د (اپریل په ۱۰ مه) سلام وطندار ته وویل د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ ۱۸ ساعته نښته تېره شپه ۱۰ بجې پای ته ورسېدله.
طالب جنګیالیو د شنبې سهار په ۵ بجو د په ډله ییزه توګه د فراه رود په دوه لارې او د بالابلوک ولسوالۍ په بازار کې د کندهار او هرات په لویه لاره د پولیسو او اردو په پوستو برید وکړ.
د رحماني په وینا په دې برید کې ۳۱ طالب جنګیالي د ۵ مشهور قومندانانو په ګډون وژل شوي او ۴۰ نور یې ټپیان شوي دي.
په فراه کې د ملي اردو ویاند وايي، چې په دې نښتو کې یو سیمه ییز پولیس وژل شوی او د ملي اردو او پولیسو ۴ تنه ټپیان شوي دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو بریدونه له څه وخت راپه دې خوا زیات شوي دي او دمګړۍ امنیتي ځواکونه په څو جبهو کې له طالبانو سره په نښتو بوخت دي.





