پنبه د کوکنارو ښه اقتصادي بدیل

هلمند او کندوز یو له هغو مهمو ولایتونو څخه دي، چې د پنبې کرکیلې ته په کې پاملرنه زیاته شوې ده.

خو د هلمند ډېر شمېر کروندګر چې له پخوا راهیسې د پنبې په کرکیله بوخت دي وايي، چې دولت ورسره د د پنبې د تولیداتو په زیاتوالي کې هیڅ ډول مرسته نه ده کړې.

دوی وايي اکثرو کروندګرو ځکه د پنبې له کرکیلې مخ اړولی، چې نرخونه یې راټیټ شوي.

هلمندي کروندګر وايي، که چېرې دولت دغې کرکيلې ته پاملرنه ډېره، قیمت یې لوړ کړي او له کروندګرو سره د کیمیاوي سرې ترڅنګ د نویو تخنیکونو مرسته وکړي؛ نو ښايي د دغه بوټي کرکیله تر پخوا وختونو ډېر او حاصلات یې څو چنده زیات شي.

د دوی په وینا، پخوا به خلکو پنبې ته سپین زر ویل، ځکه چې ډېره ګټه به یې کوله. 

د هلمند ولایت د زراعت ریاست چارواکي مني، چې په دغه ولایت کې د پنبې حاصلات ښه نتیجه ورکوي او وايي، چې له څو کلونو راهیسې په هلمند کې د پنبې د پېر او پلور لپاره د بازار مندنې هڅې کوي.

د زراغت رییس روح الله روان وايي، چې د هلمند ولایتي ادارې د بهرنیو هېوادونو له سوداګرو سره په دې اړه خبرې کړي، خو تر اوسه یې کومه پایله نه ده ورکړې.

د روان په خبره، هڅه کوي، چې په دغه ولایت کې د رزاعتي توکو لپاره د بازارمنوندنې تر څنګ د پنبې کرکیلې ته هم وده ورکړي.

د زراغت رییس په ټینګار سره وویل، تر ټولو اړینه هڅه یې دا ده، چې د پنبې کرکیله د کوکنارو د کرکیلې ځای ونیسي او بېرته د سپینو زرو په شان ارزښت پیدا کړي.

خو د زراعت د برخې متخصصین وايي، دولت د زراعتي مامورینو په ګومارنه کې پام نه دی کړی، ځکه خو د پنبه او نورې تولیدي برخې خورا کمزورې دي.

د زراعتي چارو متخصص حبیب الرحمن واکمل وايي، کروندګرو ځکه د پنبې کرکیله کمه کړې ده، چې په دې ولایت کې د پنبې د پروسیس فابریکې راکمې شوي دي.

واکمل د پنبې د تولیداتو د زیاتوالي لپاره اړینه ګڼي، چې دولت له کروندګرو سره د کیمیاوي سرو او زراعتي سامان الاتو مرسته وکړي او بېرته د پنبې حاصلات او وده زیاته شي. 

د هلمند سوداګر او فابریکه لرونکي هم د پنبې له اوسني حاصله خوښ نه دي، دوی وايي، چې تر اوسه یې له فابریکې خوشالوونکې ګټه نه ده ترلاسه کړې.

ملي سوداګر حاجي علي احمد ناصري چې په هلمند کې د پنبې د فابریکې د شنولو او شیندلو فابریکه لري وايي، له تېرو څو کلونو راهیسې یې په لښکرګاه ښار کې فابریکه جوړه کړې ده، خو تر اوسه یې ترې سمه ګټه نه ده حاصله کړې.

ناصري وايي، دولت په خپله د پنبې د حاصلاتو د پرمختګ مخه نیولې ده، هغه وايي، که چېرې دولت په دې برخه کې کار وکړي او د پنبې د پروسس ساحه پراخه کړي؛ ښايي د دغې کرکیلې حاصلات زیات، قیمت یې لوړ او د کوکنارو پر ځای د پنبې کرکیله زیاته شي.

ملي سوداګر ناصري وايي، چې اوس د پنبې یو کیلو له ۳۰ افغانیو نیولو تر ۳۵ افغانیو پورې پلورل کېږي، چې د ښه پېر او پلور لپاره یې کورني او بهرني بازار موندنې ته اړتیا ده.

د پنبې کرکیله په ۱۹۸۰ زېږديز کلونو کې په افغانستان کی یو مهم بوټی وشمېرل شو.

د پنبې کرکیله په هلمند کې په داسې حال کې کمه شوې ده، چې پخوا به د پنبې قمیت د اوسني حالت په پرتله دوه چندنه لوړ و.

وروستیو ناامنیو او اقتصادي بحرانونو د ګروندګرو پر کرهڼې هم بدې اغېزې کړې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام