د افغانستان د ټاکنو تمیولوونکیو نه یو موثقې سرچینې سلام وطندار ته ویلي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون پروګرامونه ډېر اوچت دي او یوازې د بایومتریک پروګرام نصبول له ۱۲ تر ۱۸ میاشتو پورې وخت نیسي؛ پهداسې حال کې چې د ولسمشرۍ ټاکنو ته یوازې څه کم ۵ میاشتې پاتې دي او تر اوسه پهدې تړاو هېڅ اقدام نهدی کړی.
دا سرچینه ټینګار کوي چې دا ځل غواړي د افغانستان د ټاکنو پر ځای د ټاکنو پر څارونکیو بنسټونو پانګونه وکړي. دا سرچینه زیاتوي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یو عادي کارکوونکي د ګومارلو توان نهلري؛ د ټاکنو ترسره کول خو بېخي لېرې خبره ده.
له بل لوري نه راپورونه وايي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ۲۶ ولایتي دفترونه د سرپرستانو له لوري مدیریت کېږي؛ دا موضوع د دې ښکارندويي کوي چې کمېسیون تر اوسه کلیدي څوکۍ نه دې ډکې کړي.
په ورته وخت کې د ولسمشرۍ ټاکنو ځېنې نوماندان هم پهدې باوري دي، که چېرې د ټاکنو نړۍوال مرستندویه بنسټونه د ولسمشرۍ ټاکنو له مالي ملاتړه لاس په سر شي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون به د ټاکنو په ترسراوي کې له ستونزو سره مخ شي.
د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې غړی نورالرحمان اخلاقي سلام وطندار ته وویل، د ټاکنو کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کولو لهپاره د بودیجې د تامین له ستونزې سره مخ دی او وخت هم د ټاکنو د زیانمنولو په لوري روان دی. د ښاغلي اخلاقي په خبره، که د ولسمشرۍ ټاکنو د بوديجي ستونزه حل نهشي؛ د ټاکنو کمېسیون کارونه له ستونزو سره مخېږي او ټاکنې به بیا د فساد او درغلې شاهدې وي. د ډاکټر عبدالله د ټاکنیزې ډلې دا غړی په ورته وخت کې په حکومت تور پورې کوي چې د ولسمشرۍ ټاکنو د بودیجې په ورکولو کې شا ته شوی او په وینا یې، د بایومتریک دستګاوو د تړون موضوع لا هم ناحله پاتې ده.
د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکنیز ډلې غړی یو ویاند محمد واعظي سلام وطندار ته وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون په مشخص وخت د ټاکنو تراسروي په اړه کوچنۍ اراده هم نه لري او تر دامهاله د دې کمېسیون کارونو عملي جنبه نهده خپله کړې. د ښاغلي واعظي په وینا، تر اوسه پورې د بایومتریک دستګاوو د اخېستلو او د هغو د کارولو په اړه د کسانو د روزولو په باب هېڅ اقدام نهدی شوی.
د ده په خبره، د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرېکړې هم د ولسمشرۍ ماڼۍ له پرېکړو متاثرې دي. ښاغلی واعظي تور پورې کوي، حکومت هغه ډول ټاکنې غواړي چې پایله یې د ښاغلي غني په ګټه وي. دی په ورته وخت کې دا هم وايي چې حکومت لېوال نهدی چې ټاکنې په خپل وخت سره وشي.
د ټاکنو څارونکي بنسټونه هم پهدې باور دي چې ولسمشریزې ټاکنې به په خپل مشخص وخت ونهشي.
د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ یا ټیفا رییس نعیم ایوبزاده وايي، د بېنظمۍ، د منظمې برنامې نهشتوالی، د ټاکنو کمېسیون له لوري د نه عملي کېدلو وړ طرحه او د حکومت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ نه همغږي هغه احتمالات دي چې ممکن ولسمشرۍ ټاکنې سږ کال ونهشي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بسنټ رییس یوسف رشید هم وايي چې نړۍوالې ټولنې تر دامهاله د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو بودیجه نهده ورکړې او د ټاکنو ټول لګښت د افغان حکومت په غاړه دی.
د ښاغلي رشید په وینا، په همدې اساس په خپل وخت د ټاکنو تر سره کولو ممکن نهدي.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیحالله سادات وايي، د دوی کارونه په منظم ډول روان دي او حکومت هم د ولسمشرۍ ټاکنو ۲۰ سلنه بودیجه ژمنه ورکړېده. د ښاغلي سادات په وینا، د رایورکوونکیو نوملړ چمتو کول ډېر وخت او ډېرو پيسو ته اړتیا لري او دوی ژمنه کوي چې د ولسي جرګې د رایورکوونکیو نوملړ کې د اصلاحاتو له راوستلو سره په شفاف ډول په مشخص وخت کې ولسمشریزې ټاکنې وکړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري د اعلان شوي مهالوېش پر اساس ولسمشريزې ټاکنې د روان لمریز کال د تلې پر ۶مه نېټه ترسره کېږي.