
د ناټو عمومي مشر ینس استولتنبرګ په بروکسل کې یو ځل بیا له افغان حکومت سره د مرستو په دوام ټینګار وکړ. ښاغلي استولتنبرګ د ناټو پهدې سرمشریزې غونډې کې په سعودي عربستان کې د افغان سولې په اړه شین څراغ وښود او ویې ویل چې دا سازمان د افغان سولې په اړه د ټولو هېوادونو او بنسټونو ملاتړ کوي.
د ناټو عمومي مشر زیاته کړه چې ناټو افغانستان یوازې نه پرېږدي او د افغان سولې د هر ډول بهیر هرکلی کوي او په ورته وخت کې به د جنګ په میدان کې د افغان ځواکونو ملاتړی وي. د ښاغلي استولتنبرګ په وینا، د باثباته افغانستان لهپاره به هېڅ ډول درېغ ونهکړي.
پهدې غونډه کې د افغانستان په استازولۍ ولسمشر محمداشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ګډون کړیدی.
د ناټو سرمشریزه غونډه به دوه ورځې نور هم دوام وکړي او پهکې به د داعش پر وړاندې د نړۍوال ایتلاف، د دې ډلې پر وړاندې د افغانستان رول او هغو مرستو په اړه چې پهدې برخه کې اړینې دي؛ خبرې وشي.
د اروپا امنیت او پهدې وچه کې د امریکايي ځواکونو کموالی، د شمالي اروپا او ناټو سازمان د اړیکو تامین او همدارنګه لهدې سازمانه د کاناډا وتل هغه موارد وو چې نن بحث شول.





