
د ملي امنیت شورا وایي چې پرون د څرخي پله له زندانه د طالبانو اتیا بندیان خوشې شوي دي.
د سرچینې په خبره، دا کسان د هغو څلورسوو بندیانو له ډلې دي چې ولسمشر یې د مشورتي لویې جرګې په غوښتنه د خوشې کولو فرمان صادر کړی دی.
ملي امنیت شورا وایي، خوشي شويو طالب بندیانو لوړه کړې چې د افغان حکومت پر وړاندې به جګړه نه کوي او په نظامي فعالیتونو کې به برخه نه اخلي.
حکومت پر طالبانو غږ کړی چې دوی دې هم خپلې ژمنې عملي کړي، تاوتریخوالی دې کم کړي، بین الافغاني خبرې دې پيل او د افغانانو غوښتنو ته دې لبیک ووايي.
د سولې لویې مشورتي جرګې چې د روانې زمري میاشتې په اوولسمه نېټه په کابل کې جوړه شوې وه او درې ورځې یې دوام وکړ، ولسمشر محمداشرف غني ته وړاندیز وکړ چې په هېواد کې د جګړې د پای او سولې ته د رسېدو لپاره پاتې ۴۰۰ طالب بندیان هم خوشې کړي.
ولسمشر غني هم د جرګې د وړاندیز هرکلی وکړ او څو ورځې وړاندې یې د هغو طالب بندیانو د خوشې کولو فرمان هم لاسلیک کړ چې له جرګې مخکې یې له خپل واکه وتلې موضوع یاده کړې وه.





