خلیلزاد: دولت او طالبان غواړي د تاوتریخوالي له لارې د مذاکراتو پر مېز لاس‌بري وي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د افغانستان دولت او طالبان هڅه کوي چې د تاوتریخوالي په ډېروالي سره د سولې خبرواترو پر مېز لاس‌بري واوسي. نوموړي دغه خبرې پرون د امریکا له سولې انسټېټیوټ سره په انلاین مرکه کې کړې دي.

هغه په افغانستان کې د تاوتریخوالي ډېروالی د منلو وړ نه بولي او ټینګار کوي چې دواړه لوري یې باید د کمولو لپاره اقدام وکړي.

خلیلزاد د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې د افغان سولې پروسې زړه یادوي او په وینا یې، د تاوتریخوالي ډېروالی د دواړو لوریو ترمنځ د باور فضا او پر سولې د خلکو باور ته ته زیان رسوي.

د نوموړي په وینا، د تاوتریخوالي کموالی د سولې په پروسه کې وروستی ګام دی، هغه زیاتوي، طالبانو منلې چې دایمي او هراړخیز اوربند دې د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرواترو په اجندا کې شامل شي او ترهګرو ډلو ته اجازه نه ورکوي چې له افغان خاورې د امریکا پر وړاندې ګټه واخلي.

زلمي خلیلزاد سولې ته د طالبانو د رښتینې ژمنتیا په ځواب کې ویلي: «هغوی (طالبان) وايي چې خبرواترو بل بدیل نشته او د ټول‌شموله افغانستان پلوي کوي او غواړي چې په سیاسي برخه کې شریک او د نړیوالې ټولنې له لوري ومنل شي.»

خلیلزاد له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر افغان سولې ډېر تمرکز وکړي. هغه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د کموالي په اړه ویلي، د سږ کال تر مني پورې به د یادو ځواکونو شمېر تر څلورو یا پنځو زرو پورې را کم شي.

د نوموړي په وینا، د امریکايي ځواکونو ډېر کموالی د سیمې په وضعیت او طالبانو د ژمنو په عملي کېدو پورې تړلی دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی داسې مهال د دولت او طالبانو له لوري د تاوتریخوالي د ډېروالي په اړه خبرې کوي چې د قطر په دوحه کې د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې څوارلس ورځې وړاندې پیل شوې، خو تر اوسه د دواړو لوریو د تماس ډلې نه دي توانېدلي چې د خبرواترو پر کړنلارې شته اختلافونه لرې او وروستۍ هوکړې ته ورسېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام