د کانکور د ټولیزې ازموینې یو شمېر ګډونوال په بدخشان، هرات او بامیانو ولایتونو کې د کانکور ازموینې له سهمیهبندۍ شکایت کوي. دوی وايي، د حکومت دغه ګام د زدهکوونکیو د استعدادونو د له منځه تلو لامل ګرځي.
د دوی په خبره، د کانکور ازموینې د سهمیهبندۍ له امله په کلیدي برخو کې د تېرو کلونو په پرتله د پذیرش په کچه کې کموالی راغلی دی.
د کانکور ازموینې ګډونوال فرید او سودابه وایي، دا یوه مغرضانه پرېکړه ده چې موږ ته د منلو نهده. د دوی په وینا، په یاده سهمیه کې په هر ولایت کې یوازې یو کس ټاکل کېږي او همدا لامل و چې هېڅ مې سهمیه انتخاب نهکړه.
په همدې حال کې یو بل ګډونوال فریداحمد وايي، د مهمو پوهنځیو په جذب کې کموالی راغلی چې په وینا یې، اقتصادي پوهنځي ته سږ کال ۴۸ کسان نیول کېدل، خو تېر کال دا شمېر ۶۰ کسان وو.
د کانکور ازموینې ګډونوال وايي، سره له دې چې د ازموینې اخېستو بهیر روڼ و، خو د انجینري، طب، حقوقو او سیاسي علومو، اقتصاد او کمپيوټرساینس مهمو رشتو له سهمیهبندۍ نه خوښ نهدي.

خو د لوړو زده کړو وزارت ویاند فیصل امین بیا له سلاموطندار سره په خبرو کې په کانکور کې ازموینه کې د سهمیهبندۍ موضوع ردوي او وايي، د کادر جوړونې لپاره په ۳۳ ولایتونو کې یو کس د کانکور په لوړه نومره کابل پوهنتون ته ټاکل کېږي.
د امین په خبره، د طب، انجینري، حقوقو، اقتصاد او کمپیوټرساینس پنځو رشتو لپاره ۳۳ څوکۍ د کابل په پوهنتونونو کې د ولایتونو د داوطلبانو لپاره زیاتېږي.
امین وايي، د کانکور ګډونوال ۲۵ سلنه د خپلو ولایتونو او ۷۵ سلنه هم د ټول هېواد په کچه په کانکور ازموینه کې سیالي کوي.
د کانکور ازموینې د سهمیهبندۍ طرحه له لومړۍ ورځې تر ننه له ځینو غبرګونونو سره مخ شوې ده.





