د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم جوزجان ته د خپل سفر پر مهال د ۲۰۹ شاهین قولاردو قوماندان وليمحمد احمدزی په شمال کې د ناامنۍ ډېروالي په اړه په بېپروایۍ تورن کړ.
نوموړي چې په یوه غونډه کې خبرې کولې وویل، په جوزجان، فاریاب، سرپل او بلخ ولایتونو کې ورځ تر بلې ناامنۍ ډېرېږي چې «اصلي لامل یې د ۲۰۹ شاهین قولاردو قوماندان دی. د نوموړي موجودیت وضعیت نور هم خرابوي او باید محاکمه شي.»
د دوستم په وینا، د ۲۰۹ شاهین قولاردو قوماندان د شمال د امنیت ټینګولو وسه نهلري.
نوموړی وايي، نور د امنیتي ځواکونو د وینې تویېدو او د جګړې په میدان کې د هغوی کلابندېدل ورته د منلو نهدي او د ۲۰۹ شاهین قولاردو قوماندان «په پیسو پسې ګرځي.»
موږ وغوښتل چې پهدې اړه یادې قولاردو نظر هم واخلو، خو له پرلهپسې اړیکو سره سره و نه توانېدو.
عبدالرشید دوستم زیاتوي چې په جوزجان، فاریاب، سرپل او بلخ ولایتونو کې د ناامنۍ، وچکالۍ په ګډون، ځینې نورې ستونزې به له ولسمشر سره شریکې کړي، خو که مثبت ځواب یې ترلاسه نهکړ، بیا به پهدې اړه له خلکو سره ګډه پرېکړه وکړي.
اړوند مطالب:
د جنرال دوستم پر موټرو د برید په تړاو غبرګونونه
حکمتیار به دوستم بېرته راولي؟

نوموړی ټینګار کوي چې له دې وروسته په جوزجان کې ناوړه ګټه او رشوت اخېستل، غلا، انسان تښتول او له طالبانو سره لاس لرل ورته د منلو نهدي او د یادو پېښو عاملان باید ونیول شي او عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.
دوستم په یاده غونډه کې له خپلو پلویانو وغوښتل چې د ولسمشرۍ په راتلونکیو ټاکنو کې د ګډون په موخه پېژندپاڼې واخلي او فعاله ونډه پهکې واخلي.





