د ماشومانو حقونو د ملاتړ قانون تصویب شو

د ماشومانو حقونو د ملاتړ قانون په ولسي جرګه کې د ماشومانو د عمر ټاکلو پر سر تر کلونو جنجال وروسته د ولسمشر د یوه تقنیني فرمان له مخې، تصویب او د عدلیې وزارت په رسمي جریده کې خپور شو.

د ولسي جرګې یو شمېر غړیو ټینګار کاوه چې د ماشومانو عمر باید تر ۱۸ کلنۍ پورې وي، خو یو شمېر نورو بیا پر ۱۶ کلنۍ ټینګار کاوه.

اوس په هغه قانون کې چې د ولسمشر له لوري توشېح شوی، لیکل شوي: ماشوم هغه څوک دی چې د ۱۸ کلنۍ عمر یې نه وي پوره کړی.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش نن په همدې اړه په یوه خبري غونډه کې وویل، د ماشومانو حقونو د ملاتړ قانون د سیمې په کچه یو جامع قانون دی چې د ماشومانو اړوند ټول حقوقي اړخونه په‌کې په پام کې نیول شوي دي.

دانش زیاتوي، د سالمې ودې او زده‌کړې لپاره د اسانتیاوو برابرول، روغتیا او د ماشوم جسمي او رواني روغتیا، د ماشومانو په وړاندې د مور او پلار او دولت د مسوولیتونو په ګوته کول، د ماشوم لپاره د ژوند برابرول، له ګواښونو نه د ماشوم ژغورل او د ماشومانو په وړاندې د شویو تخطیو څېړلو لپاره د اسانتیاوو برابرول د دغه قانون مهمې موخې دي چې په ۱۰۸ مادو کې په پوره تفصیل سره پرې بحث شوی دی.

اړوند مطالب:

۳.۷ میلیونه ماشومان د جنګونو له امله مکتبونو ته نه‌شي تللی

ننګرهار؛ ۱۵ زره ماشومان له سختو کارونو راګرځول شوي

 

د ماشومانو حقونو د ملاتړ قانون په ۱۶ څپرکو او ۱۰۸ مادو کې تصویب شوی دی.

په دغه قانون کې د ماشوم د اساسي حقونو، د معلولو ماشومانو لپاره د زده‌کړو او کاري اسانتیاوو برابرولو، ټولنیز خوندیتوب، ښوونې او روزنې، کلتوري ودې، د کارګرو ماشومانو ملاتړ، د اقتصادي ګټو په وړاندې د ماشوم ملاتړ، د ماشوم تخطۍ، د ماشوم پېر، پلور او قاچاق او د فحشا او جنسي ګټې اخېستلو پروړاندې د ماشوم د ملاتړ په اړه بحث شوی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام