پکتیا؛ طالبانو د یوه سرتېري مېرمن او زوی وژلي

د پکتیا سیمه‌ییز چارواکي وايي، تېره ورځ ناوخته مازدیګر مهال د احمدخېلو ولسوالي د حسن خېلو په سیمه کې د وسله‌والو طالبانو یوه ځایي قوماندان قاري عزیز د واده په مراسمو کې د یوه سرتېري مېرمن او ۱۳ کلن زوی یوځای وژلي دي.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت سلام‌وطندار ته وويل، د سرباز دیدار مېرمن او زوی چې د واده په مراسمو کې د ګډون په موخه د قاري عزیز کور ته ورغلي وو، نوموړي د واده له پای ته رسېدو وروسته وژلي دي.

حسرت وایي، امنیتي او کشفي ارګانونه د مجرمانو په لټه کې دي او تر نیولو وروسته به یې له رسنيو سره په اړه معلومات شريک کړي.

د وژل شوې مېرمنې خاوند او د ماشوم پلار ديدار وايي، څوارلس کاله کېږي چې د ملي اردو په لیکو کې د سرتېري په توګه دنده ترسره کوي.

ديدار وايي، مېرمن او ماشوم يې د خپلوۍ له مخې، د خپل تره زوی قاري عزيز د واده په مراسمو کې د ګډون په موخه د هغه کور ته ورغلي وو چې له واده وروسته يې په ډزو وژلي دي.

اړوند مطالب:

طالبانو دوه پېغلې د «پتلون اغوستلو» په تور په دورو وهلي

جوزجان؛ طالبان د نجونو ولور خپله اخلي

فاریاب؛ طالبانو له دولت سره د همکارۍ په تور یوه ښځه وژلې

ديدار سلام‌وطندار ته وويل، د تره له زامنو سره هېڅ شخصي دوښمني نه‌لري او په وینا یې مېرمن او کوچنی ماشوم يې ځکه ورته وژلي چې ده په پوځ کې دنده لرله.

د افغان حکومت او وسه‌لوالو طالبانو په جګړو کې کله کله د يوې کورنۍ دوه ورونه له يو او بل لوري په جګړه کې وژل شوي او په يوه هديره کې خاورو ته سپارل شوي، خو دا لومړی ځل دی چې وسله‌وال طالبان د خپلې خوښۍ په مراسمو کې له مقابل لوري نه د هغه د مېرمنې او ماشوم په وژلو سره غچ اخلي.

تراوسه د دې پېښې په اړه وسله‌والو طالبانو رسنيو ته څه نه‌دي ويلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام