.jpg)
نن د هرات او مزارشریف په ښارونو کې د ولسي وګړیو له لوري په افغانستان کې د ګاونډیو هېوادونو له لوري د لاسونو او د طالبانو د ملاتړ په غبرګون اعتراضونه او راټولېدل وشول.
د هرات ښار اوسېدونکیو او مدني فعالانو د «د سولې بهیر، ملي روغه ـ جوړه او د روسیې او سیمې لاسوهنې» په نوم اعتراض شویو چې په افغانستان کې یې د هېوادونو د لاسوهنې په اړه نیوکه وکړه.
د هرات مدني فعال جواد عمید او دوو اوسېدونکیو غلام فاروق او ګلثوم د ننني اعتراض او راټولېدنې موخه په افغانستان کې د جګړې ښکېلو خواوو ته د سولې غوښتنې غږ رسول بولي.
دوی وايي چې روسیه، پاکستان او ایران له یوېخوا ځانونه د سولې ملاتړي او د افغانانو خواخوږي بولي او له بلېخوا د دولت مخالف وسلهوال په ځانګړي ډول طالبان حمایه کوي او پوځي تجهیزات ورکوي.
د هرات دا اوسېدونکي او مدني فعالان وايي، که ګاونډي هېوادونه غواړي چې په د سولې په تامین کې ونډه ولري او حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو لهپاره اسانتیا برابره کړي؛ د دولت د وسلهوالو مخالفانو له پوځي ملاتړه لاس واخلي.
.jpg)
په ورته وخت کې د بلخ ځېنو اوسېدونکیو او مدني فعالانو د یوې راټولېدنې په ترڅ کې د بهرنیو هېوادونو په ځانګړي ډول د ګاونډیو هغو د لاسوهنې په اړه نیوکه وکړه.
د مزارشریف مدني فعال قاري میر روهین انصاري او دیني عالم سیدمحسن حسیني وايي چې ګاونډي هېوادونه د وېرې له امله نه غواړي چې په افغانستان کې تلپاتې سوله ځکه راشي چې اقتصادي زیان ور اوړي.
په افغانستان کې د ګاونډیو هېوادونو له لوري د لاسوهنې موضوع نوې خبره نه ګڼل کېږي.
د سیاسي چارو د کارپوهانو په باور، د افغان سولې د وروستیو هېڅو سره هممهاله ګاونډیو هېوادونو هڅې پیل کړي چې د افغانستان په اړه په پرېکړو کې مهمه ونډه ولري.





