له لنډ ځنډ وروسته یو وار بیا پاکستاني پوځ د کونړ پر یو شمېر ولسوالیو توغندیز بریدونه پیل کړي او لا هم په وقفهيي ډول روان دي.
د کونړ چارواکي وايي، د روان لمریز کال له پیل راهیسې پاکستاني حکومت د کونړ پر مروره، دانګام، سرکاڼو او خاصکونړ ولسوالیو سلګونه توغندیز بریدونه کړي چې له امله یې د ولسي خلکو یو شمېر کورنۍ له خپلو مېنو بېځایه شوېدي.
د کونړ مرستیال والي ګلمحمد بیدار وايي، دا بریدونه پهدې وروستیو کې یو څه زیات شوي.
د ده په خبره، د وري له لومړۍ نېټې تر اوسه ۳۵۰ توغندي راغلي او یو څه زیات شوي هم دي.
دی زیاتوي، وروستیو بریدونو تر اوسه چاته د سر زیان نهدی اړولی.
د کونړ ولسي خلک وايي، د پاکستانۍ غاړې توغندیز بریدونه له څوو کلونو راهیسې په وقفهيي ډول دوام لري؛ خو لا یې هم حکومت د حل په برخه کې کوټلي اقدامات نهدي کړي.
د مرورې ولسوالۍ او مرکز اسداباد اوسېدونکي شعیب غروال او ملنګ سلیم وايي، وروستیو بریدونو خلک ځکه اندېښمن کړيدي چې څوک په سمه او غره کې مالونه څروي او څوک په کار پسې بېرون راوځي چې ممکن د سر زیان وویني.
پاکستان حکومت له نږدې یوې لسیزې راهیسې پر افغان خاوره توغندیز بریدونه بهانه کوي چې ګواکې له ډیورنډ دې غاړې پاکستان ضد وسلهوالې ډلې په نښه کوي.