
د سولې مشورتي لویې جرګې یو شمېر ګډونوالې مېرمنې ـ چې ماشومان لري ـ وايي، ماشومانو ته یې په لویه جرګه کې اسانتیاوې نهدي برابرې او د شیدو په یو چوشک شاوخوا ۳۰ ماشومانو ته شودې ورکوي.
له بامیانه د سولې مشورتي لویې جرګې ګډونواله زهرا وايي چې شودې ورکوونکیو مورګانو او ماشومانو ته په جرګې کې هېڅ امکانات نهدي برابر شوي او له ۳۰ ډېر ماشومان په یوه خونه کې ساتل کېږي.
هغه زیاتوي چې د لویې جرګې او وړکتون ترمنځ نږدې نیمساعت مزل دی چې هره شودې ورکوونکې مېرمن د ورځې ۳ ـ۴ ځلې پلی مزل کوي چې خپلو اولادونو ته شودې ورکړي.
له ننګرهاره د زرغونې په نوم د ۴میاشتني ماشوم مور وايي، ژمنه ورسره شوې وه چې ماشومانو ته یې اسانتیاوې برابرې شوېدي؛ خو اوس یې ماشوم نارروغ دی او متخصص ډاکټر ته مراجعه نهشي کولی.
هغه وايي، دلته ورسره د بندیانو په شان چلند کېږي او د ازادۍ حق یې اخېستل شویدی.
په ورته وخت کې د مشورتي لویې جرګې مرستیال ویاند محمد حیدري وايي، دوی ماشومانو ته ډېر پام کوي او د وړکتون بشپړې اسانتیاوې یې په نظر کې نیولې دي.
د سولې مشورتي لویه جرګه د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ پیل شوې چې د جرګې د کمېسیون په وینا، ۹۰۰تنه ګډونوالې یې مېرمنې دي.
ورته مطالب:





