
د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي نن کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال کورنیو او بهرنیو موسسو سره د ۱۵.۴ میلیونو ډالرو په ارزښت ۱۷ هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
ښاغلی بلخي وايي، دغو هوکړهلیکونو کې د چاپېریال ساتنې او سولې په برخه کې د کمپیوټر، سواد زدهکړې، کانکور او پوهاوي ورکولو کورسونو جوړول شاملېږي.
د پوهنې وزارت سرپرست په وینا، له دغو پروګرامونو به څخه ۷۷ زره او ۶سوه زدهکوونکي ګټه پورته کړي.
د موسسو په استازیتوب د ماشومانو ملاتړ موسسې مشر انوون مینن وايي، د پوهنې په برخه کې د همکاریو د ۱۷ هوکړهلیکونو لاسلیک کول، د افغانستان د پوهنې له نظام او ماشومانو څخه د نړۍوالې ټولنې د ملاتړ ښکارندويي کوي.





