
د رپوټونو پر بنسټ د افغانستان سولې لهپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن د قطر په پلازمېنې دوحه کې د طالباستازیو سره ګوري.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاهمحمود قریشي د دې هېواد رسنیو سره خبرو کې ویلي، ټاکل شوې ښاغلی خلیلزاد نن د طالباستازیو سره خبرېاترې وکړي.
د ښاغلي قریشي په وینا، سره لهدې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو پر وړاندې خنډونه رامنځته شوي؛ خو پاکستان د دې خبرو د مثبتو پایلو غوښتونکی دی.
د طالبانو پخوانی چارواکی وحید مژده سلاموطندار ته وايي، ښاغلی خلیلزاد به قطر کې د طالباستازیو سره خبرو کې د سولې خبرو شپږم پړاو کې د افغاندولت د سولې مرکهچي پلاوي حضور موضوع په اړه بحث وکړي.
د ښاغلي مژده په وینا، امریکایان د افغاندولت او طالبانو له لوري د پسرلنیو عملیاتو له اعلان وروسته متوجه شوي چې د سولې پروسه جدي خنډونو سره مخ ده.
ښاغلی مژده وايي، دغه لیدنه کې د نښتو کمولو او اوربند په اړه هم بحث کېږي.
د افغان حکومت ویاندویان د قطر دوحه کې د طالباستازیو سره د زلمي خلیلزاد لیدنې په اړه څه نه وايي.
ورته مطالب:
عمر داوودزی له طالبانو غواړي، د سولې لویې جرګې کې د افغانانو د ګډون مخنیوی ونهکړي





