د «افغانستان خلکو اېتلاف» ګوند په غونډه کې ارګ ته خطاب

د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون د «افغانستان خلکو اېتلاف» ګوند جوړېدو مناسبت غونډه کې وویل چې د حکومت ځېنې جوړښت فساد ته لمن وهي.

همایون په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د غني ملاتړی و او د ملاتړ له کبله یې له خلکو بښنه وغوښته. وايي، د یو مشروع او قانوني حکومت له‌پاره یې د غني ملاتړ کړی و؛ اوس پښېمانه دی.

د جرګې بل غړی محمدنعیم لالی حمیدزی چې په دې غونډه کې ګډون کړی و. وویل، په خپل وخت دې رڼې ټاکنې ترسره شي. زیاته یې کړه، د حکومت نسکورېدو پلوی نه دی، بلکې د دغه ګوند په جوړېدو هڅه کوي د حکومت په جوړښت کې سمون راولي.

لالي حمیدزي د ښاغلي ګلبدین څرګندونو ته په اشارې وویل، ځېنې د نورو هېوادونو په استازيتوب خبرې کوي او ځېنې بیا د خلکو په منځ کې د نفاق اچولو په لټه کې دي.

ښاغلی حمیدزی وايي، حکومت یوازې د دوو یا درېیو کسانو نه دی چې هر څه یې په زړه وي ترسره یې کړي.

په دې غونډه کې د ولسي جرګې بل غړي ظاهر قدیر وویل کله چې د ولسمشر غني په چاپېره کې یې ځېنې اشخاص ولیدل وپوهېد چې حکومت په بل لوري روان دی او له کبله یې د ارګ پروړاندې ډله جوړه کړه.

ښاغلی قدیر هم وايي، په ټاکنیزو منډو ترلړو کې یې له غني ملاتړ کړی، خو غني د خلکو په رایو معامله وکړه. دی وايي، د «افغانستان خلکو اېتلاف» ګوند د ولسوالیو له شورا نیولې تر ولسمشریزو ټاکنو خپل نوماندان لري او ډېرژر به ولسمشرۍ څوکۍ ته خپل نوماند ورمعرفي کړي.

په دغه غونډه کې د ختیځو، سویل او سویل ختیځو لسګونو استوګنو ګډون کړی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام