نن په کابل کې د ښارجوړونې او ځمکو وزارت مسوولان ملت ته د حکومت د ځواب ویلو په پروګرام کې وویل چې د ۱۸ زرو او ۸۲۳ د ځمکو غاصبان پېژندل شوي.
د ښارجوړونې او ځمکو وزارت سرپرست محمدجواد پیکار وايي، د دې وزارت له لوري ۱۸ زره او ۸۲۳ د ځمکو غاصبان په نښه شوي چې د ۱۵ زرو او ۸۳۱ د ځمکو د غاصبانو نوملړ یې عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارلی دی.
د ښارجوړونې او ځمکو وزارت سرپرست همدارنګه زیاته کړه، د اړوندو بنسټونو له هوکړې وروسته به د ځمکو د غاصبانو نوملړ خپور شي.
د ښاغلي پیکار په وینا، تراوسه پورې ۵ سوه زره جریبه غصب شوې دولتي ځمکه د غاصبتنو له منګولو راګرځول شوېده.
د ښارجوړونې او ځمکو وزارت مسوولان همداراز ټینګار کوي چې کابل، مزار، جلالاباد، کندهار، فراه، بامیانو او نیلي ښار کې د غیررسمي او غیرپلاني کورونو ثبتولو لړۍ هم جریان لري.
د ښارجوړونې او ځمکو وزارت مسوولانو وايي، د کابل، هرات، جلالاباد، بامیان او نیلي ښارونو غیررسمي ساحو کې شاوخوا ۴ زره کورونو ته د ملکیت سندونه ورکړل شوي او تر ۲۰۲۰ کال پورې ۵سوو زرو غیررسمي کورونو ته د ملکیت سندونه وېشل کېږي.
ورته مطالب: