سېلابونو او نورو طبیعي پېښو ۱۴۷ کسان مړه کړي

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر نجیب‌اقا فهیم نن د طبیعي پېښو له زیانمنو سره د جاپان د مرستو ترلاسه کولو په مراسمو کې وویل، په تېره یوه میاشت کې د سېلابونو او نورو طبیعي پېښو رامنځته کېدو له کبله ۱۴۷ کسان مړه شوي او ۲۷۸ نور ټپیان دي.

د نوموړي په وینا، د یادو پېښو له کبله ۱۱ زره کورونه په بشپړه توګه او ۱۶ زره نور هم لږ تخریب شوي دي.

په همدې حال کې د جاپان سفیر وايي، د دوی له لوري د طبیعي پېښو له زیانمنو سره په مرستو کې ۵۰۰ خیمې، ۱۴۱۰ کمپلې، ۵۰ پلاسټیکي ترپالونه او ۳۸۴ بوشکې اوبه شامل دي چې لومړنۍ محوله یې نن افغان حکومت ته وسپارل شوه.

اړوند مطالب:

سېلابونه؛ ۲۴ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ورک دي

سېلابونه؛ په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۶ کسان مړه او له ۱۰ ډېر ټپیان دي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام