«د هېواد ۵ زرو کلیو کې ۴۰ زرو مېرمنو ته تولیدي ډلې جوړېږي»

د ښځو اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې ۱۳ ادارو ۱۳۹۷ مالي کال کې د خپلو لاسته‌راوړنو رپوټونه وړاندې کړل.

دې غونډې ته د کلیو او پراختیا وزارت د مېرمنو د توانمندۍ پروژو رییس رحمت‌الله قریشي وویل، دغه وزارت تېر کال د مېرمنو توانمندۍ په برخه کې پام‌وړ لاسته‌راوړنې لرلې.

ښاغلي قریشي وویل، روان کال به هم د کلیوالیو مېرمنو اقتصادي پیاوړتیا پروګرام دوام وکړي او ۵ زرو کلیو کې به عملي شي.

د هغه په وینا، د کاري اسانتیاوو په موخه به ۱۵زرو کلیو کې مېرمنو ته بانکي حسابونه پرانیزي او ۸۵۰ نوې مېرمنې به په کار وګومارل شي.

د کرنې او مالداۍ وزارت چارواکي هم وايي، کلیو کې د ېیرمنو ځان‌بسیاینې له‌پاره د پام‌وړ پروګرامونه تر لاس لاندې لري.

هاخوا د پوهنې وزارت د اساسي او صنایعو تعلیماتو رییسه تورپیکۍ مومند هم د ټولنې هره برخه په ځانګړې توګه د ښوونې او روزنې بهیر کې د ښځو ونډه مهمه بولي.

هغې وویل، د دې وزارت د څه باندې ۹ میلیونو زده‌کوونکیو څخه ۳۸ سلنه یې نجونې دي او د ښوونکیو د روزنې مرکزونو کې ـ چې له ۳۹ زرو ډېر زده‌کوونکي لري ـ ۵۵ سلنه یې نجونې دي.

اغلې مومند زیاته کړه چې روان کال کې به ۷۵۰۰ نوي قراردادي ښوونکي هم جذب شي او د ۴۵ زرو ښځینه ښوونکیو له‌پاره به د لنډمهالو زده‌کړو زمینه برابره شي.

د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا په اړه د اړوندو ادارو د رپوټ ورکولو غونډې ته د هېواد لومړۍ مېرمنې بي‌بي‌ګل رولاغني سره له‌دې چې وايي، تېرو کلونو ته په پرتله د ښځو په برخه کې د ډېر مثبت بدلونونه راغلي؛ خو په وینا يې، اړتیا ده چې د سولې پروسی او نورو سیاسي او اقتصادي برخو کې د مېرمنو پیاوړتیا او ونډې ته جدي پام وشي.

ورته مطالب:

پراختیايي شوراګانو سره د ۲۲ پروژو تړونونه لاسلیک کړل

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو لګولو ۹۰ کانالونو تړونونه لاسلیک کړل

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام