چین ته د اوسپنې پټلۍ له لارې د افغاني توکیو د لېږد لړۍ پیل شوه

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولانو نن چین ته د حیرتان بندر د اوسپنې پټلۍ له لارې د افغاني توکیو د لېږد لړۍ د پیل خبر ورکړ.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان‌جان الکوزی وايي، د یادې پټلۍ په پرانستې سره به د چیني توکیو د واګونونو د لېږد په بیو کې ۵۰ سلنه کموالی راشي او دغه راز به چین ته د افغانستان د ټولو معدني صادراتي توکیو د لېږد اسانتیاوې برابرې شي.

د الکوزي په وینا، اوس هم د صادراتو په برخه کې امنیتي او د فساد ستونزې پر ځای پاتې دي او باید د لرې کولو لپاره یې اقدام وشي.

الکوزی زیاتوي، هڅه کېږي چې په راتلونکي کال کې د افغانستان صادرات ۲ میلیارډه امریکايي ډالرو ته لوړ شي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال همدارنګه وايي، له څو ورځو راهیسې د حیرتان بندر د ځینو کړیو له لوري تړل شوی او دغه کسان هڅه کوي چې د سوداګرۍ په برخه کې د افغانستان د لاسته‌راوړنو په وړاندې خنډ جوړ کړي.

د افغانستان ـ چین سوداگریز هوایي دهلېز پرانستل شو

په افغانستان کې د چین سفارت چارواکي بیا د افغانستان د صادراتي توکیو د کیفیت سنجولو لپاره د یوه میکانېزم پر جوړولو ټینګار کوي.

ټاکل شوې له دې وروسته د واخان کورېدور خصوصي شرکت او یو شمېر نور چیني شرکتونه د حیرتان بندر له لارې د اوسپنې پټلۍ په وسیله چین ته د افغانستان سوداګریز توکي صادر کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام