د کار نړیوال سازمان او د واک فري بنسټ د راپور له مخې، د نننۍ زمانې ډېره برخه مډرن غلامان ښځې او ماشومان دي؛ په دغه راپور کې لیکل شوي چې د نننۍ زمانې ۷۱ سلنه غلامان ښځې او ۲۵ سلنه هم ماشومان دي.
که څه هم د غلام نیولو قانون ۱۰۰ کاله وړاندې ناقانونه اعلان شو، خو دا پدیده نه یوازې په بشپړ ډول ورکه نه شوه، بلکې د مډرنې زمانې غلامانو په نوي نوم یې دوام وکړ.
له پنځلسمې تر نولسمې میلادي پېړۍ چې د غلا نیولو د اوج پېړۍ یادېږي، په نړۍ کې یوازې ۱۳ میلیونه غلامان وو، خو اوس د نوې زمانې د غلامانو شمېر له ۴۰ میلیونو نه اوړي او دا د دې پدیدې ۳ برابره زیاتوالی ښيي. د مډرنې زمانې غلامان، هغه کارګر دي چې د کمې تنخا په بدل کې درانه او هغه سخت کارونه پرې کېږي چې خوښه یې نه وي.
د کار نړیوال سازمان او د واک فري بنسټ د راپور له مخې، د نننۍ زمانې له ۱۱ سلنه غلامانو (۴،۸ میلیونه کسانو) نه ناوړه جنسي ګټه اخیستل کېږي چې ۹۹ سلنه ځان پلورې ښځې پهکې دي.
د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې له ۴ میلیونو کسانو نه ډېر غلامان د کرکېلې کار لپاره د رسمي غلامانو په توګه نیول کېږي او په یو شمېر هېوادونو کې بیا ماشومانو ته دا غلامي له مور او پلاره په میراث پاتې کېږي. د بېلګې په توګه، که په موریتانیا هېواد کې کومه مور غلامه وي، ماشوم یې هم غلام نړۍ ته سترګې غړوي.
د دغو غلامانو ډېر شمېر د افریقا او اسیا په قارو کې لیدل کېږي او جنوبي کوریا، ایریتریا، بروندي، مرکزي افریقا، افغانستان، موریتانیا، پاکستان، کبودیا او ایران په ترتیب سره په هرو زرو کسانو کې ۱۰۴، ۹۳، ۴۰، ۲۲، ۲۲، ۲۱ او درې وروستي هېوادونه هم په هرو زرو کسانو کې ۱۶ غلامان لري.
د راپورونو له مخې، زورواکي او بډایه خلک د کال ۱۵۰ میلیارډ ډالره ګټه د غلام نیولو له لارې لاسته راوړي چې دا ګټه د ۱۸مې او ۱۹مې پېړۍ د غلام نیولو له ګټې ۳۰ برابره ډېره ده.
د یادونې وړ ده چې تر ټولو ډېره ګټه د جنسي غلامانو نیوونکي کوي او هغه ګټه چې له دې لارې د غلام نیوونکیو جیبونو ته ځي، د هر غلام پر سر د کال ۳۶ زره ډالر دي.
د حمورابي قانون د غلام نیولو تر ټولو لرغونی سند دی چې په څو مادو کې یې د غلام نیولو ته اشاره کړې ده. غلام نیولو د تاریخ په اوږدو او په بېلابېلو سیمو کې بېلابېلې ماناوې لرلې. په اتلسمه او نولسمه پېړۍ کې په امریکا او لوېدیځ هند کې په کښتونو کې د کار کولو او دغه راز د کور کارکوونکیو په مانا وو.
د غلام نیولو سوداګري تر نولسمې پېړۍ پورې په اروپا او امریکا کې دود وه. د امریکا شپاړسم ولسمشر ابراهام لینکن د لومړي ځل لپاره په ۱۸۶۳ کال کې د غلام نیولو د لغوې اعلامیه خپره کړه او په هماغو ورځو کې یې یوه یادګاري جمله پرې ښوده: «په ټول ژوند کې مې هېڅکله د نن په څېر پر خپل کار چې کوم یې، باور نه درلود.»