نن سهار شاوخوا درې بجې وسلهوالو بریدګرو جلالاباد کې پر یو خصوصي ودانیز شرکت ډله ییز بریدونه کړيوو چې تر ۸ ساعته نښتې وروسته پای ته رسېدلی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي سلام وطندار ته وویل، لومړی دوو ځانمرګو بریدګرو د شرکت داخل کې ځان ته چاودنه ورکړې او ۳ نورو د شرکت داخل کې جګړه توده ساتلې.
دی وايي، تر ۸ ساعته نښتې وروسته امنیتي ځواکونه د بریدګرو په وژلو بریالي شوي چې دغه برید کې ټولټال پنځه بریدګر او د کمپنۍ ۱۶ کارکوونکي وژل شوي او ۹نور ټپیان دي.
دا شرکت ـ چې د ننګرهار هوايي ډګر ته مخامخ واقع دی ـ یوې حکومتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، EBE شرکت په امریکایانو پورې مربوط دی.
د ننګرهار هوايي ډګر کې بهرنیان هم مېشت دي.
د والي ویاند وايي، د شرکت ټپي کارکوونکي روغتون ته لېږل شوي، چې د دوو حالت هم نازک دی.
اوس مهال سیمه کې د امنیتي ځواکونو چاڼیز عملیات روان دي.
ښاغلی خوګیاڼی وايي، امنیتي ځواکونو EBE شرکت کې هغه بمونه، موټربم، له چاودېدونکیو توکیو ډک دوه واسکټونه هم له منځه وړي چې بریدګرو ځان سره داخل ته وړي وو.
د ده په وینا، د دې خبر بشپړ جزیات به وروسته خپاره شي.
تر اوسه د دې برید مسوولیت په اړه چا څه نهدي ویلي.