د مشورتي لویې جرګې د جوړولو پر کمېسیون نیوکه

د مدني ټولنو د اجماع تر نوم لاندې د یو شمېر بنسټونو مسوولانو نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د سولې مشورتي لویې جرګې رابللو او ترسره کولو کمېسیون کې د مدني ټولنو او سیاسي ګوندونو استازي ګډون نه‌لري چې په همدې اساس یې دوی نه مني.

له‌دې مخکې هم د ولسمشري ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار په ګډون ځېنو سیاسي ګوندونو د سولې مشورتي لویې جرګې رابلل د ګټې پر ځای زیان بللی و.

د مدنی ټولنو د اجماع پرېکړه‌لیک کې راغلي، سوه ملي موضوع ده او په ټولو پورې تړاو لري، نو حکومت پورې د سولې مشورتي لویې جرګې جوړوونکي کمېسیون اړوندېدل، دوی ته د منلو نه‌دي.

دوی وویل، که د لویې جرګې رابللو کمېسیون کې د مدني ټولنو استازیو ته ځای ورنه‌کړل شي؛ دا به د سیاسي نظام په زیان وي.

د مدنی ټولنې د اجماع غړي حقي سروش د پر‌کړهلیک په لوستلو سره وویل، که د دوی غوښتنې ونه منل شي؛ پراخ لارونونه به وکړي.

په همدې حال کې د سولې عالي شورا ویاند سیداحسان طاهري وایي، د سولې مشورتي لویې جرګې جوړولو په موخه تراوسه کوم کمېسیون نه‌دی جوړ شوی او دغه کمېسیون به د ولسمشر په فرمان جوړ شي.

ټاکل شوې‌وه، د سولې مشورتي لویه جرګه د راتلونکي کال د وري میاشت کې جوړه شي؛ خو تېره ورځ د سولې عالي شورا وویل، د دې جرګې جوړېدل، د افغانستان د هوا وضعیت پورې تړاو لري چې د لېرې پرتو سیمو د خلکو استازي دې جرګه کې ګډون وکړی شي.

په‌دې جرګې کې به له ټول ولایت نه شاوخوا ۲۰۰۰ تنه ګډون وکړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام