د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالي د روغتون مسوول جاوېداحمد نن سلاموطندار ته وویل چې د تېرې شپې اورښت له کبله د ۷ کسانو جسدونه او ۸ ټپیان چې ښځې او ماشومان هم پهکې دي، یاد روغتون ته ور وړل شوي دي.
په همدې حال کې د کندهار د ښاروالي مطبوعاتي مسوول زمری څرګند وايي، د اورښتونو او سېلابونو راوتلو تر دې دمه په کندهار ښار کې ۵۰ کورونه ویجاړ کړي دي.
دغه راز سېلابونو په هلمند کې د ۵، هرات کې د ۲ او په نورستان ولایت کې هم د ۲ کسانو ژوند اخیستی دی.
بلهخوا د فراه د والي مرستیال موسی نظر سلاموطندار ته وویل چې د دغه ولایت په ښار او انار درې ولسوالي کې هم سخت سېلابونه راوتلي چې له کبله یې خلکو ته زیانونه اړولي دي.
نوموړی که څه هم د اوښتو زیانونو په اړه دقیق مالومات نه ورکوي، خو وايي په ټول ولایت کې ډېر کم ځایونه دي چې اوبه پهکې نهدي راوتلي او په وینا یې، د ولایت د ښار درېیمې او څلورمې ناحیې هم اوبو لاندې کړي چې خلکو ته یې زیانونه اړولي دي.
که څه هم سږ کال د سختې وچکالۍ وړاندوینه شوې وه، خو د وړاندوینې په خلاف د هېواد په ډېری سیمو کې واورې او بارانونه وشول. سره له دې چې په راتلونکي کال کې یې د وچکالۍ کچه ټیټه کړې، خو د سېلابونو ناورینونه هم ورسره مل وو.
بادغېس کې د واورو اورېدل؛ د خوراکي او سونتوکیو بیې لوړې شوي
بغلان؛ د واورو اورېدو نږدې ۸ سوه څاروي مړه کړي
وروستیو واورو ورښت او سړې هوا ۲۳ تنه وژلي او لسګونه نور ټپيان دي
افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له واورو او اورښتونو نه د خلکو ژغورلو ته راوتلي او تر اوسه یې سلګونه کسان ژغورلي او دا هڅې لا هم دوام لري.