په نرم او کرار غږ یې وویل؛ هو

جنت‌بي‌بي له خپلو لمسیانو سره

جنت‌بي‌بي هغه مور ده چې یو زوی او دوه لمسیان یې د امنیتي ځواکونو په ليکو کې شامل کړي؛ خو یو کال مخکې یې درې‌واړه په سپین کفن کې کلي ته ور وړل او د کلي په پورته تپه کې یې خاورو ته وسپارل. دې ښځې خپل مېړه د شوروي اتحاد پرمهال له لاسه ورکړ او د زوی او لمسیانو له مړینې وروسته یې له مجبوریته خپل کور وپلورلو.

هغه کله ـ چې جنت‌بي‌بي په‌کې اوسېږي ـ شمله نومېږي چې په ننګرهار کې موقعیت لري. دا کلی ۳زره اوسېدونکي لري چې د ۶۰ سرتېریو له لوري یې ساتنه کېږي. جنت‌بي‌بي چې د همدې سرتېریو له ډلې یوه ده او وایي چې له زوی او لمسیانو یې ورپاتې ۱۷ ماشومانو د ساتنې له‌پاره له افغان امنیتي ځواکونو سره له یوځای کېدو پرته بله لاره نه یې لرله.

ولسمشر غني په جنورۍ میاشت کې ویلي وو، له ۲۰۱۴ زېږدیز کال راهیسې ۴۵ زره ملي اردو او ملي پولیس سرتېرې وژل شوي‌دي.

له بل لوري د سولې خبرې اترې هم ډېرې هیله بښونکې شوې‌دي، په‌داسې وخت کې چې د جنت‌بي‌بي په شان میندو او پلرونو ته ـ چې قربانۍ یې ورکړي ـ دا ډول هڅې بې‌معنا دي. دوی ناهيلي دي چې سوله به څه ځان سره راوړي. ځېنې یې د طالبانو له بیاځلي راتګه وېره لري او په قدرت کې یې له برخې لرلو وهم لري.

دوی اندېښمن دي چې احتمالي اوربند د دوی له کورنیو انتقام وانه‌اخلي او یا یې کورنۍ له اوربند وروسته د عاید یوازینۍ سرچینه له لاسه ورنه‌کړي.

د شمله سیمې سرتېرې وایي چې دوی د هېوادنۍ مینې په پار د امنیتي ځواکونو لیکو ته ورغلي؛ خو د دې دندې له کمو حقوقو نه سترګې نه‌شي پټولی؛ ځکه چې په‌دې لږ معاش یې د کورنۍ چاره نه‌کېږي؛ خو ګوزاره یې روانه کړې‌ده.

ملک اجمیرخان ۵۳کلن پلار دی چې زوی یې له امنیتي ځواکونو سره یوځای شوی. هغه وایي: «موږ د هغه له معاش سره تړلي یو او له هغه پرته د عاید بله سرچینه نه‌لرو.» د هغه په خبره، د کلي خلک یوازې په کرل شویو غلو ـ دانو د ژوند څرخ نه‌شي ګرځولی.

د جنت‌بي‌بي کور

د شمېرو له‌مخې، ډېر تلفات پولیس سرتېرې ځکه ورکوي چې ډېر کم په جنګ کې برخه اخلي او د ملي‌اردو په پرتله په ښې وسلې نه‌لري. په ځانګړي ډول کله چې طالبان د ولسوالیو کنټرول په لاس کې اخلي؛ پولیس سرتېري چې د ولسوالۍ په پوستو کې په دندو بوخت وي، ډېر ضرر ویني.

له‌دې سره د ننګرهار د پولیسو یو ویاند فریدخان وايي، په سلګونو استخدام شوي پولیس منتظر دي دي چې خپله دنده پیل کړي او د خلکو له رضاکارانه تجمع سره تشکیلات له پخوا نه ډېر او ځواکمن شوي‌دي.

ښاغلی ګل‌احمد هغه کس دی چې کندوز ولایت کې سبزي پلوري.

هغه ورځ کې ۱۵۰ افغانۍ ګټې.

د اولادونو وژل کېدو یې د هغه او د ده کورنۍ په زړونو کې یو ناسور ټپ جوړ کړی‌دی.

د اول‌خان په نوم یو زوی یې ۴ کاله وړاندې کندوز کې پر یوې امنیتي پوستې برید کې ووژل شو.

بل زوی یې هم ۴ میاشتې مخکې په یوې امنیتي پوستې د طالبانو برید کې ۱۴ نورو ملګرو سره یو ځای ووژل شو.

خو د ښاغلي ګل‌احمد پنځه نور زامن لا هم د اردو لیکو کې حضور لري او هغه اندېښمن دی چې د سولې په راتلو سره اردو له منځه لاړه نه‌شي.

دی وايي، که‌چېرې دولت اردو منحل کړي، طالبان به یې زامن ووژني.

ګل‌احمد زیاتوي، د زامنو له وژل کېدو وروسته دولت ۳ زره امریکايي ډالره ورکړل؛ خو دی د یوې لویې کورنۍ ـ چې دوې مېرمنې، د خپلو زامنو دوه ګونډې نږېندې او ۱۹ ماشومان لري ـ مشر دی.

هغه وايي، له سولې هرکلی کوي، ځکه چې هېڅ پلار به په کې خپل اولادونه له لاسه ور نه‌کړي.

سلیمان د جنت‌بي‌بي لمسی دی

جنت‌بي‌بي وايي، تل به وېرېده چې داسې نه‌شي د خپلې کورنۍ کوم غړی له لاسه ورکړي؛ خو هېڅکله یې فکر نه و کړی چې د خپلې کورنۍ د درېیوو ځوانانو جسدونه به یو ځای خاورو ته سپاري.

جنت‌بي‌بي وايي، د خپلو زامنو له لاسه ورکول، ډېر ورته دردوونکې وه، خو د دغه ټپ ترڅنګ د ویاړ حس هم لري. «زه ویاړم چې هغوی دخپل هېواد له‌پاره وژل شوي دي. زه خپل پنځه لمسیان او درې کړوه‌سیان هڅوم چې د امنیتي ځواکونو لیکو سره یو ځای شي او خپل هېواد وژغوري.»

خو جنت‌بي‌بي د خپل زامنو له لاسه ورکولو درد هېر کړي. هغه وايي: «هیله یې لرله چې ځوانه وی او د اردو لیکو سره یو ځای شوې وی چې د خپلو زامنو او لمسیانو غچ مې اخېستی وی.»

سلیمان د جنت‌بي‌بي ۱۲ کلن لمسی دی. هغه سلیمان هڅوي چې اردو سره یو ځای شي او د خپلې کورنۍ د وژل شوو غچ واخلي.

کله چې له سلیمان څخه وپوښتل شول، ایا غواړې د اردو لیکو سره یو ځای شې؟ په ورو او نرم غږ یې وویل، هو.

 

سرچینه: نیویورک تایمز

ژباړنه: شبنم خلیل‌یار

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام