
د افغانستان د سولي عالي شورا د دارالانشا رییس عمر داودزي نن په کابل کې د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې جوړېدلو په پار جوړې شوې خبري غونډې ته وویل، ولسمشرمحمداشرف غني به په نږدې ورځو کې د جرګې د جوړېدلو فرمان صادر کړي.
د ښاغلي داودزي په خبره، د سولې مشورتي لویه جرګه به لږ تر لږه ۲۰۰۰ غړي ولري چې ۱۱سوه به یې له ولایتونو او ۹سوه هم له کابله غوره شي چې له ډلې به یې ۳۰ سلنه مېرمنې وي.
د ده په خبره، په لومړیو کې به د جرګې رییس د ولسمشر غني له لوري په موقت ډول غوره شي او وروسته به د هرې ورځې لهپاره د جرګې د غړیو له لوري وټاکل شي.
د داودزي په وینا، د ولسمشر غني په وړاندیز به دا ځل په کابل کنفرانس کې د سولې عالي شورا کلیدي ونډه ولري او د ملت د نظریاتو تر څنګ به د مشورتي لویې جرګې جزیات هم نړۍوالو ته ورسول شي.
ښاغلي داودزي وویل، د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې جوړېدلو ټوليز او کُلي هدف په ټول هېواد کې د تلپاتې سولې په پار د یو واحد دریځ او ملي اجماع جوړول دي.
د ده په خبره، د جرګې لهپاره ځېنې اهداف هم لري چې ممکن د وخت په تېرېدو سره بدلون وکړي. د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس د دې جرګې یو مهم هدف له طالبانو سره د مستقیمو او غیرمستقیمو مذاکراتو په اړه د یوې مشترکې ملې موضوع جوړول وبلل.
ورته مطالب:
دانش: هېڅکله سوله په سوال نه غواړو
مونیخ؛ سولې په تړاو د ناټو په ګډون د ګڼو هېوادونو ژمنې
ولسمشر: په کابل کې به د سولې مشورتي لویه جرګه جوړه شي
د ده په وینا، په هر جنګ ځپلي هېواد کې رسمي مذاکرات د وسلهوالو ډلو او حکومت ترمنځ کېږي او غیر رسمي مذاکرات د حکومت له ادرسه نه وي؛ خو غیر رسمي مذاکرات د رسمي مذاکراتو لهپاره زمینه برابروي چې دا د مشورتي لویې جرګې د بحث یوه مهمه موضوع هم ده.
ده د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې د جوړلو په برخه کې د دویم مقصد په اړه زیاته کړه، دې لویې مشورتي جرګې کې به د هېواد ټول قومونه او قشرونه د سیاسي او فکري اهدافو ته د رسېدلو لهپاره د دایمي سولې لهپاره ګډون وکړي.
ښاغلي داودزي له لویې جرګې هیله وکړه چې په هېواد کې د داسې سولې راوستلو لهپاره هڅې وکړي چې ملي ارزښتونه ورته سره کرښه وي او تېر ۱۸ کلونه هسې بېځایه ضایع نهکړي او ترڅنګ یې د سولې عالي شورا د یوې واحدې ستراتېژۍ د جوړولو لهپاره رهنما کړي.
د سولي عالي شورا د دارالانشا رییس د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې د جوړولو وروستي مقصد ته په اشارې سره وویل چې د ټولمنلي میکانیزم له لارې داسې اجماع ته رسېدل دي چې لهمخې یې طالبانو سره د احتمالي سولې د توافقاتو لهپاره دا مذاکرې لا ډېرې اسانتیاوې برابره کړي.
ده یو ځل بیا په ټینګار سره وویل، ولسمشر ژمنه کړي چې بې له قیده و شرطه له طالبانو سره د سولې خبرې پيلوي؛ خو د سولې په توافقاتو کې به په ځېنو شرطونو ولاړ وي.
ده له مشورتي لویې جرګې ـ چې د ملت استازي به پهکې وي ـ هیله وکړه چې د سولې په اړه د توافقاتو په برخه کې ځېنو شرطونو او خطونو ته جدي پام وکړي.
ښاغلي داوزي د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې جوړېدلو د نظریې په اړه همداراز وویل چې ولسمشرغني ته ولسونو، سیاسي ګوندونو او چارواکیو له لیدلو وروسته وړاندیز وکړ چې د سولې لهپاره اساسي میکانیزم د سولې لویې مشورتي جرګې جوړېدل دي د دایرېدو چارې به یې د سولي عالي شورا د دارالانشا د رییس په مشرۍ شورا ته وسپارل شي.
ده د غونډې په یوې برخه کې وویل، په سیمه کې اجماع نهشي راتللی؛ خو یوه همغږي رامنځته کېدلی شي؛ خو ټینګار یې وکړ چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لهپاره نړۍواله اجماع رامنځته شوې او ټول د دې پلویان دي چې دلته روانه جګړه د مذاکراتو پهواسطه د تل لهپاره پای ته ورسول شي.
دا پهداسې حال کې ده چې د حزب اسلامي مشر او د راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار تېره اوونۍ ویلي وو چې د سولې په اړه جوړېدونکې مشورتي لویه جرګه نه یوازې د هېواد ستونزې نهشي حلولای، بلکې لا به یې ډېرې کړي.
په ورته مهال کې به نن د افغانستان د سولې لهپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی او د طالبانو د تحريک سياسي مرستيال او په قطر کې د سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د قطر په پلازمېنې (دوحې) پر افغان سولې خبرې وکړي.
ښاغلی داودزی قطر ته د ملا برادر تګ او د سولې په خبرو اترو کې د هغه ګډون ګټور بولي.





