«له ۹۰ سلنو ډېر خلک سولې ته پر ټاکنو لومړیتوب ورکوي»

د افغان رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی بنسټ او اریانا ټلوېزیون له لوري تازه ټول‌پوښتنه ښيي چې له ۹۰ سلنو ډېر افغانان له طالبانو سره د افغان حکومت له لوري سولې ته پر ولسمشریزو ټاکنو لومړیتوب ورکوي.

 د نی ادارې اجرایوي رییس محیب خلوتګر وویل چې دا ټول‌پوښتنه د یو پوښتنلیک په ډول په ټول هېواد کې له ۵ زرو ۳۷۹ تنو سره شوې‌ده.

ښاغلی خلوتګر وايي چې په پوښتل شویو کسانو کې ۹۰.۲ سلنه ګډونوالو ـ چې ۴۸۵۲ تنه کېدل ـ د ټاکنو پر مخکيوالي باندې سولې ته لومړیتوب ورکړی او ۸ سلنه ګډونوالو ـ چې ۴۲۹ تنه کېدل ـ له سولې مخکې ټاکنې غوښتې. پاتې ۲۴ تنو سوله او ټاکنې یوځای غوښتلې.

ورته مطالب:

خلیلزاد: تل‌پاتې او داسې سوله باید وشي چې ټول ارزښتونه په کې خوندي وی

د ټاکنیزو کمېسونونو ټول غړي ګوښه شول

«د موقت حکومت طرحه باید ټول‌پوښتنې ته وړاندې شي»

د سولې او ټاکنو په اړه دا ټول‌پوښتنه داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې د فېبرورۍ پر ۲۴مه یا دوې ورځې وروسته د دوحې په مرکز قطر کې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ بله غونډه وشي. تر اوسه نه‌ده څرګنده چې د افغان حکومت استازي هم په‌دې غونډې کې ګډون کوي او که‌نه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام