نصرالله او بيبي شاه ـ چې په فاطمې پېژندل کېږي ـ مخکې لهدې چې یو بل سره وګوري، د ټلیفون له لارې په اړیکه کې وو. د دوی دواړو ټلیفوني اړیکې تر هغه ځایه پرمختګ وکړ چې خپلو کې پهدې پوه شول چې له یو بل سره مینه لري او په همدې دلیل یې پرېکړه وکړه چې له یو بل سره وګوري.
د دې دواړو زړهبایلونکیو اړیکې او لیدنې روانې وي او مینه یې هم یو بل سره ورځ تر بلې ډېرېږي، تر دې چې نصرالله خپلې مور ته له فاطمې سره د مینې لرلو خبره شریکوي او له مور نه غواړي چې د فاطمې له کورنۍ ورته د هغې دسمال وغواړي.
د نصرالله پلار عبدالرزاق کریمي سلام وطندار ته وویل، کله چې لهدې خبرې خبرېږي؛ د نصرالله د مور سره په همغږۍ څو ځلې د فاطمې د دسمال غوښتلو لهپاره د هغوی کور ته ورځي.
هغه زیاتوي، په پرلهپسې ډول د دسمال غوښتلو لهپاره ورتګ کوم ځای ونه نیولو؛ ځکه خو مجبور شو چې د خپل کلي له څوو سپینږیرو او قومي مشرانو سره یوځای د فاطمې دسمال پسې ورشي؛ خو بیا هم د فاطمې کورنۍ دوی ته رد یا تایید نظر نه ورکوي.
د نصرالله او فاطمې د مینې ډېروالی د دې سبب کېږي چې د نصرالله مور و پلار د خپل کلي د سپینږیرو او قومي مشرانو سره یوځل بیا د فاطمې دوی کور ته ورشي. دا ځل د نصرالله مور هڅه کوي چې د فاطمې مور قانع کړي چې لور یې نصرالله ته په نکاح ورکړي؛ خو د فاطمه مور یې په ځواب کې وايي، تاسو هزاره یئ او موږ سادات، زموږ لور «بيبي» ده او مناسبه نه ګڼو چې ستاسو خدمت وکړي.
د نصرالله پلار وايي، لهدې خبرې وروسته بیا هم دوی د فاطمي د غوښتلو لهپاره د هغوی کور ته ورځي؛ خو دا هڅې هېڅ پایله نهورکوي.
هغه زیاتوي، کله چې نصرالله او فاطمه لهدې هڅو ستړي کېږي؛ د زهرو په خوړلو د ځانوژنې هڅه کوي.
د نصرالله د پلار په خبره، پهدې پېښه کې فاطمه خپل ژوند له لاسه ورکوي او نصرالله روغتون ته په رسولو ژغورل کېږي.
په فاریاب ولایت کې یوې پېغلې په مرموز ډول ځان وژنه کړې
په هرات کې د دوه پېغلو نجونو ځان وژنه او قتل
یوې ګونګۍ پېغلې ځان وژنه وکړه
د دایکندي د ښځو چارو رییسه ذکیه رضايي د دې پېښې په تایید سره وایي چې فاطمه د دایکندي د مرکز نیلي ښار د خاکباد سنګموم ښوونځي مدیره وه.
د هغې په وینا، دا دوه زړه بایلونکي د قومي تعصب او سنتي باورونو قرباني شويدي.
د دایکندي مدني فعال او ټولنپوه یحیا عرفان وايي، قومي برترۍ او سنتي باورونو له امله پهدې ولایت کې د ځوانانونو قربانۍ زیاتې کړېدي.
دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې درې ورځې مخکې د «فېبرورۍ پر ۱۴مه» په افغانستان او ټولې نړۍ کې هلکانو او نجونو د مینې نړۍواله ورځ ونمانځله. د دې ورځې نمانځل د افغانستان په ځېنو ولایتونو کې د ورحانیونو له غبرګون سره مخ شوه او په هرات کې روحانینو د دې ورځې نمانځل حرام وګنل.