
د خوست یعقوبيو او صبريو د نورو په پرتله څه ناڅه ناامنه ولسوالي ده؛ خو بیا هم له یو کال راهیسې د دې ولسوالۍ ځوانان د خپلې سیمې په لوبغالو کې سره راټولېږي او یا کليو کې جومات پر جومات ګرځي او د نشهيي توکیو پر ضد مبارزې پر مخ وړي.
پهدې ولسوالي کې چرس، اپین، پوډر، نشهيي ګولۍ او شیشه په اسانۍ پیدا کېږي.
د دې سیمه دوه اوسېدونکي محمد انور خان او سیدا امین سبا وايي، یاد نشه يي توکي ارزانه او اسانه پیدا کېږي او د مخنیوي برخه کې د ځايي ادارې د ارادې د نه ښودلو په دلیل ځایي خلکو خپله د دې ستونزې لېرې کولو ته مټې رانغاړلې دي.
ورته مطالب:
بغلان کې زورواکانو د نشهیي توکو بازار تود کړی
بامیان کې پر نشهيي توکیو روږدې کورنۍ خپله لور پلورلې
غزني کې پر نشهٍیي توکیو د روږدو کسانو ډېروالی
دوی د خپلې چارې ترڅنګ په ولایتي ادارې او ولسوالۍ غږ کوي چې د نشهيي توکیو مخنیوی وکړي؛ ګنې لاریونونه به پیل کړي.

د یعقوبیو او صبریو ولسوال محمداکبر ځدراڼ هم په ولسوالۍ کې د نشهیانو شمېر زیاتوالی مني؛ خو لامل یې بیا ناامني په ګوته کوي. دی وایي، دې ولسوالۍ ته باید د مرکزي حکومت پام ډېر شي.
خوست کې تر ټولو وژونکې نشهیي توکی «شیشه» بلل کېږي چې تر نورو نشو وروسته را پیدا شوېده.
د خوست د نشهيي توکیو پر ضد مبارزې ریيس نجیالله همدرد د صبریو او یعقوبیو ځوانانو یاده مبارزه ستايي او وايي چې پر نشه روږدي ځوانان دې د درملنې په موخه وروپېژني.
څه موده مخکې د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالي کې یو ځوان په یو ځل د ۲۴ نشهيي ګولیو خوړلو له امله خپل ژوند بایللی و.
ځایي خلک وایي، خوست کې نه یوازې د صبریو او یعقوبیو ناامنه ولسوالۍ کې نشهيي توکي زیات شوي، بلکې د خوست په امن ولسوالیو کې هم په ښکاره ډول نشهيي توکي پلورل او کارول کېږي.
د چارواکیو په وینا، په تېرو ولسو کلونو کې د یعقوبیو او صبریو ولسوالي سخته ځپل شوې ده او دولت ورته ډېرې اسانتیاوې نهشي برابرولی چې له همدې امله نشهيي توکي، قاچاق، اختطاب او غلاوې پهکې ډېرې شوېدي.





