غني: ټاکنې د تلپاتې سولې لپاره حیاتي دي

ولسمشر محمداشرف غني د مونیخ په امنیتي غونډه کې وویل چې په افغانستان کې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې د تلپاتې سولې او دولت جوړونې لپاره مهمې دي.

د نوموړي په وینا، د واک لېږد باید په زور نه، بلکې په ارامۍ او د اصولو له مخې ترسره شي.

ولسمشر غني یو ځل بیا د لنډمهالي حکومت طرحه رد کړه او زیاته یې کړه چې دولت جوړونه باید و نه درېږي.

اشرف غني د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وروستیو هڅو ته په اشارې وویل، د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د حکومت تګلارې موخه په افغانستان کې د سولې راوستل دي، نه دا چې پر خپل حال یې پرېږدي.

غني زیاتوي چې افغان حکومت له قید او شرط پرته د سولې خبرو اترو ته تیار دی، خو بې شرطه او لنډمهالې سوله نه غواړي چې په وینا یې دا پروسه باید افغانستان شموله وي.

ولسمشر وايي، له ۲۰۱۶ کال راهیسې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مرګ‌ژوبله او مالي لګښت د پام وړ کموالی موندلی او په راتلونکې یوې میاشت کې به د سولې په مشورتي جرګه کې د سولې په اړه بحث وشي.

مونیخ؛ سولې په تړاو د ناټو په ګډون د ګڼو هېوادونو ژمنې

مونیخ کنفرانس؛ غني د ترکیې او اوزبیکستان له وزیرانو سره وکتل

محمداشرف غني د افغانستان موقعیت ته په اشارې وویل چې منځنۍ اسیا له افغانستان سره ښې اړیکې ټینګې کړي او پاکستان هم کولای شي همدا لاره وڅاري.

نوموړی ټینګار کوي چې افغانستان به بیا د طالبانو دورې ته ور و نه ګرځي او هېڅ موازي بنسټ نه‌شي کولای چې د سولې په خبرو اترو کې د افغانستان د مشروع حکومت ځای ډک کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام