
د غور د پسابند ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي دې ولسوالۍ کې پر ناسمو روغتیايي خدماتو نیوکه کوي او وايي، د درملو نهشتوالی او د دې ولسوالۍ د روغتیايي مسوولانو نه پام په دلیل، له ۳ اوونیو راهیسې ۳ ماشومانو او ۲ اومیندوارو مېرمنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د غور د پسابند ولسوالۍ دوه اوسېدونکي حبیبالله او فضلاحمد وايي، هر کله چې د دې ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته مراجعه کوي ورته ویل کیږي، چې درمل نهشته او دوی د ستونزو په ګاللو او زیات لګښت منلو سره اړ دي، خپل ناروغان د څنګ ولسوالیو روغتیايي مرکزونو ته ولېږدوي.
دوی خبرداری ورکوي، که د دې ولسوالۍ د اوسېدونکیو وضعیت ته پام ونهشي؛ انساني ناورین به رامنځته شي.
ورته مطالب:
غور؛ په دولتي روغتونونو کې د پيسو له ورکولو شکایت
د واورو ورېدل؛ د ولسوالیو او د غور ـ کابل لاره بنده شوې
سلګونه کسان د بامیان ـ غور پر لویه لار بند پاتې دي
دوی ادعا کوي چې دې ولایت ته ورلېږل شوي ډاکټران نه بلکې شپانه دي چې په خپل مسلک کې کافي وړتیا نهلري.
د غور د عامې روغتیا رییس جمعهګل یعقوبي وايي، دوی د دې ولایت ټولو ولسوالیو ته روغتیايي مواد استولي؛ خو طالبانو د پسابند ولسوالۍ مرکز ته د درملو استولو مخه نیسي.
د غور د عامې روغتیا رییس له ځايي چارواکیو او افغان حکومته غواړي چې دې ولسوالۍ ته د درملو پّ استولو کې له دوی سره همکاري وکړي.
دی ژمنه کوي، که د هوا له لارې وشو او که په کومه بله لار؛ خو هڅه کو چې درمل ولېږدوي.
د غور والي ویاند عبدالحی خطیبي د پسابند ولسوالۍ د اوسېدونکیو روغتیايي ستونزې مني او وايي، د واورې ورېدلو او د طالبانو له لوري دې ولسوالۍ ته د لومړنیو توکیو په ځانګړي توګه د درملو منع کولو په دلیل څو میاشتې کېږي چې د تګ ـ راتګ لارې تړل شوېدي.
د هغه په وینا، که څه هم دغه موضوع یې په وار ـ وار مرکزي چارواکیو سره شریکه کړې؛ خو د لارې پرانېستلو لهپاره تراوسه هېڅ ډول عملي ګام نهدی اوچت شوی.
د غور ځايي چارواکیو په وینا، څه باندې ۷ میاشتې کېږي چې پسابند ولسوالۍ د طالبانو په اقتصادي محاصره کې ده.