د افغان ښځو شبکې نن په کابل کې «د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د یو بیلیون پاڅون سره د یوځای کېدو» په نوم غونډه جوړه کړه.
د دې شبکې غړې وايي، د افغان سولې په خبرو اترو کې د ښځو نه موجودیت، له ښځو سره د توپیري چلن په مانا دی.
د دې شبکې په یوه اعلامیه کې لیکل شوي، د افغان سولې په پروسه کې د ښځو څنګ ته کول، له ښځو سره د توپیري چلن ترڅنګ، د هغوی د بشري حقونو تر پښو لاندې کول دي.
د اعلامیې له مخې، که څه هم ښځې ښه ظرفیت او وړتیا لري، خو لا هم په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د هغوی حقونه تر پښو لاندې شوي دي.
د افغان ښځو شبکې غړې سوریا پرلیکا وايي، یاده شبکه غواړي چې د افغان سولې په اړه جوړېدونکیو غونډو کې د ګډون په موخه د ښځو د غوراوي کمېټه جوړوي او پرېکړه یې کړې چې د نارینهوو ترڅنګ به په مساوي توګه ښځې هم پهکې ګډون کوي.
د طالبانو د راتلو غږ؛ ښځې څه وايي؟
اروپايي اتحادیه: سوله به د افغانستان کلیو ته ورسېږي
بلهخوا یو شمېر ښځو په پروان ولایت کې د یوې غونډې پر مهال د افغان سولې په پروسه کې د ښځو لاستهراوړنو ته د نه پام په اړه د اندېښنې ترڅنګ، خبرداری ورکړی چې د سولې خبرو کوونکیو ترمنځ هېڅ ډول پټه سناریو ورته د منلو نه ده.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د امریکا او طالبانو استازي د فبروري په ۱۸مه د دوشنبې په ورځ په اسلاماباد کې سره وګوري او یو ځل بیا پر افغان سولې خبرې وکړي.