د فاریاب سیمهییز چارواکي وايي، له تېرو درې ورځو راهیسې د دغه ولایت په دولتاباد ولسوالي کې ناامني ډېره شوې او سلګونه کورنۍ د جګړو له کبله بېځایه شوې دي.
د دولتاباد ولسوال عبدالرازق کاکړ سلاموطندار ته وویل، د کوټې شورا هڅه کوي چې یاده ولسوالي د حکومت له ولکې وباسي. د نوموړي په وینا، طالبانو هغو قومي مشرانو ته چې له طالبانو سره د خبرو لپاره دولتاباد ته ورغلي وو، ویلي چې د دې ولسوالي سقوط د کوټې شورا غوښتنه ده.
کاکړ وايي، که حکومت ژر تر ژره د طالبانو د بریدونو مخنیوي لپاره لاس پهکار نهشي، یاده ولسوالي به طالبانو لاس ته ولوېږي.
په همدې حال کې د فاریاب د ولایتي شورا غړی عبدالاحد اېلبېګ وايي، له تېرو درې ورځو راهیسې په دولتاباد کې جګړه تېزه شوې او له کبله یې ۵ امنیتي ځواکونو ته مرګژوبله هم اوښتې ده.
د نوموړي په وینا، سلګونو کورنیو د جګړې له کبله خپلې سیمې خوشې کړي او په بد وضعیت کې ژوند کوي.
فاریاب؛ طالبان ښځې او ماشومان د سپر په توګه کاروي
فاریاب؛ ۴ طالبمشران او ۵۶ تنه وسلهوال وژل شوي
هېر شوی فاریاب!
اېلبېګ زیاتوي، طالبانو د دولتاباد په شاوخوا کې سنګر نیولی او هره شېبه د یادې ولسوالي د سقوط امکان شته.
طالبانو تېره شپه د تخار پر یو شمېر سیمو هم برید وکړ. د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د دې ډلې بریدونه داسې مهال زور اخلي چې طالبانو نن له امریکا سره د خبرو اترو لپاره د خپلو استازیو نوملړ اعلان کړ. پهدې نوملړ کې د حقاني شبکې د بنسټ اېښودونکي جلالالدین حقاني د زوی نوم هم لیکل شوی دی.