
د مسکو غونډه نن پیل شوه. د طالبانو د استازیو رییس شیرمحمد عباس ستانکزي په دې غونډه کې وویل چې د افغان سولې په وړاندې تر ټولو ستر خنډ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو موجودیت دی.
د ستانکزي په وینا، په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر د دې لپاره جوړ شو چې امریکا و نه وایي چې طالبان د سولې له لارې د افغانستان د قضیې حل نه غواړي.
نوموړی زیاتوي، ډله یې د واک انحصار نه، بلکې په افغانستان کې د یوه اسلامي او ټولشموله نظام غوښتونکې ده.
عباس ستانکزی ټینګار کوي چې سوله یوازې په خبرو او شعار نه راځي. هغه افغانستان د امریکا له لوري اشغال شوی هېواد او حکومت یې هم د امریکا په لاس جوړ شوی وباله.
نوموړي د تور نوملړ له منځه وړل او د طالبانو د بندیانو خوشې کول وغوښتل او دا کار یې د باور جوړولو برخه کې مهم یاد کړ.
ستانکزی غواړي چې د یادې ډلې پر وړاندې روان تبلیغات پای ته ورسېږي. د ده په وینا، یو شمېر استخباراتي سازمانونه د دوی پر وړاندې تبلیغات کوي او رسنۍ هم تر تفکیک پرته پر هماغې لار درومي.
د شېرمحمد عباس ستانکزي په وینا، د ښوونځیو تړل، پر زدهکوونکیو د تېزابو پاشل، غلاوې، باج اخیستل د دوی کار نه دی او یو شمېر ډلې غواړي چې خلکو ته د طالبانو منفي تصویر وړاندې کړي.
نوموړي په ټینګار وویل چې د افغانستان اساسي قانون ورته د منلو نه دی؛ ځکه په وینا یې د غرب په لارښوونه جوړ شوی دی. ستانکزی وايي، د اساسي قانون مواد ګونګ او متضاد دي او ان د کابل اداره یې پر خلاف عمل کوي؛ نو ځکه دوی یو داسې اسلامي قانون غواړي چې له انساني کرامت سره سم د علماوو او پوهانو له لوري تصویب شي.
عباس ستانکزی زیاتوي، دوی د بهرنیو ځواکونو تر وتلو او د سولې له راتلو وروسته له نړۍ سره مثبتې او دوه اړخیزې اړیکې غواړي.
د طالبانو استازیو د ښځو حقونو ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې د ښځو د پیاوړتیا په پلمه «بېحیایي او بداخلاقي» دود شوې او طالبان د ښځو ټولو اسلامي او انساني حقونو ته ژمن دي.
ستانکزي په دې غونډه کې وویل چې دوی د روغتیا په برخه کې د پام وړ فعالیتونه کړي، خو امریکايي ځواکونو د یادو فعالیتونو د له منځه وړلو لپاره له هر ډول هڅو کار اخیستی دی.
په همدې حال کې د پخواني ولسمشر مرستیال یونس قانوني وویل چې جګړه سولې ته د رسېدو حل لاره نه ده. نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان حکومت باید یادې غونډې ته پلاوی ور لېږلی وای چې د طالبانو له استازیو سره یې خبرې کړې وای.
.jpg)
قانوني په ټینګار وویل چې اوس د زورواکۍ او انحصار وخت پای ته رسېدلی دی.
نوموړي د بُن غونډه د دوه لسیزو جګړو پای ته رسولو او د یوه نوي څپرکي پیلولو یو فرصت او دغه راز یې د افغانستان اساسي قانون د سیمې په کچه تر ټولو ښه او اسلامي قانون وباله، خو زیاته یې کړه چې د تعدیل او اصلاح کېدو وړ دی.
قانوني وویل چې د ټولو په باور افغانستان اشغال شوی نه دی او دا هغو مجاهدینو ته سپکاوی دی چې له شوروي سره یې کلونه کلونه جګړه وکړه او بیا دې یوه اشغال ته سر ټیټ کړی وي. نوموړی زیاته کړه چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو موجودیت اساسي لامل تحمیلي جګړه ده او که پای ته ورسېږي د یادو ځواکونو پاتې کېدو لپاره هېڅ دلیل نه پاتې کېږي.
یونس قانوني ټینګار وکړ چې باید د ټولو د نظریاتو ګډ ټکي په ګوته او اختلافي هغه هم حل شي چې همدا د افغانستان د قضیې حل دی.
نوموړي دولتي بنسټونه او د امنیتي ځواکونو جوړښت د لاسته راوړنو په توګه د ملاتړ وړ وبلل، خو زیاته یې کړه چې د طالبانو له لوري د شنه څراغ په ورکولو سره اصلاحات هم ناشوني نه دي.
بلهخوا د اجراییه رییس دویم مرستیال د وحدت ګوند رییس محمد محقق وویل چې د طالبانو څنګ ته د دوی راتلل، د چا پر وړاندې درېدل نهدي. نوموړي له حکومته وغوښتل چې له دې پروسې سره یوځای شي او د طالبانو استازي دې هم دې برخه کې انعطاف وښيي.
محقق زیاته کړه چې د افغانستان جګړه شرعي او قانوني جواز نهلري او طالبانو یې وغوښتل چې پلمې پرېږدي او د سولې غږ ته لبیک ووايي.
د جمعیت اسلامي ګوند اجرايوي رییس عطامحمد نور بیا د افغانستان سوله د سیمې او نړۍ د امنیت لامل وبلله. نوموړي اوربند، د ملي ګټو خوندیتوب او د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش هغه ټکي یاد کړ چې باید په اړه یې بحث وشي.
نور د طالبانو له ډلې وغوښتل چې د سولې له پروسې سره یوځای او د ولسواکۍ له لارې واک ته ځان ورسوي. نوموړی د اوسني جوړښت په خونديتوب سره د لنډمهالي حکومت غوښتنه هم وکړه چې له مخې یې طالبان د ټاکنو له لارې واک ته ځان ورسوي.
حامد کرزي او فوزیې کوفي هم په دې غونډې کې خبرې وکړې.
د مسکو غونډه د دوو ورځو لپاره ده چې نن پیل شوه او سبا به هم دوام وکړي.
د افغانستان حکومت په دې غونډه کې ګډون نه دی کړی او ترڅنګ یې ټینګار کړی چې دا ډول غونډې د افغان سولې پروسې لپاره ګټورې نه دي. دا غونډه د امریکا او طالبانو ترمنځ تر شپږ ورځنیو خبرو اترو وروسته چې په دوحه کې وشوې، جوړه شوې ده.
طالبان هم د مسکو په غونډه کې ګډون کوي





