خوست کې د ۲۲۵ صرافیانو اعتراض او تړل کېدل

له تېرو درېیوو ورځو راهیسې خوست کې ۲۲۵ صرافانو خپلې هټۍ ځکه تړلي چې وایي، د افغانستان بانک ترې د هرې ورځې د حساب ـ کتاب راپورغواړي.

دا صرافان وايي، د افغانستان بانک ورنه غوښتي دي چې د ورځې په جریان کې د حواله شویو پيسو په اړه احوال ورکول، په امانتي ډول د پيسو نه اېښودل او هغه څوک چې له دوی سره ورځنۍ معامله لري؛ له دې بانک سره شریک کړي.

د دوی په باور، که دا کار قانون هم وي؛ سملاسي یې تطبیقول ناشوني ځکه دي چې په وینا یې، دا یو راز دی او د یو چا د پیسو اندازه ښودل امنیتي او د سړي تښتونې، غلا او نورو ستونزې پېښوي.

ورته مطلب:

د تخار صرافان: که امنیت مو خوندي نه‌شي؛ صرافۍ به تړلې وي

د خوست صرافانو ټولنې مشر شهزاد خان او یو صراف نادرشاه په وینا، قانون هم دوی ته اجازه ورکړې او په لایحه کې هم شته چې دوی حوالې کولی شي او ځان سره د نورو خلکو پيسې په امانتي ډول اېښودلی شي؛ خو په وینا یې، ترڅو چې د بانک پالیسي نرمه نه‌شي؛ تر هغو به یې هټي تړلي وي.

له بلې‌خوا د خوست ښار د صرافانو کوڅو کې لسګونه هغه کسان د بندو هټیو مخې ته ولاړ دي چې دوی ته پیسې حواله شوي او یا بل چاته پیسې لېږي.

د دوی په خبره، له نږدې درېیوو ورځو راهیسې یې کورنۍ پیسې لېږي ـ رالېږي؛ خو د صرافیانو تړلو له ستونزو سره مخ کړي‌دي.

ویل کېږي چې په صرافانو حوالې او ور سره د سوداګرو پیسو اېښودل ځکه بند او د افغانستان بانک هره ورځ ترې راپور غواړي چې صرافان د دولت وسله‌والو مخالفینو او یا زورواکیو ته پیسې ونه لېږي.

په‌دې اړه په خوست کې د افغانستان بانک مسوولان له څه ویلو ډډه کوي؛ خو د خوست والي ویاند وايي چې د ستونزې د هواري په اړه یې صرافان او د افغانستان بانک مسوولان ورغوښتي دي.

د صرافانو او د افغانستان بانک تر منځ داسې مهال لانجه راپورته کېږي چې زیاتره خوستوال په سعودي عربستان او د خلیج نورو هېوادو کې کاروبار لري او د صرافیانو له لارې د حوالې په سیستم خپلو کورنیو ته پیسې لېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام