
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکا متحدو ایالتونو او طالبانو د استازیو ترمنځ غونډه شپږمې ورځې ته غځېدلې ده.
طالبانو ته نږدې سرچینو سلاموطندار ته ویلي، که څه هم امریکا منلې چې له افغانستانه به بهرني ځواکونه وځي، خو اوس طالبان د دوحې په غونډې کې د کړیو ژمنو د عملي کېدو لپاره نړېوال ضمانت غواړي.
د طالبانو یو پخوانی چارواکی او د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده وايي، پهدې غونډه کې د طالبانو ډلې د امریکا متحدو ایالتونو د خبرو اترو له استازیو سره له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو او د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان خاورې د نه کارولو په اړه بحث او هوکړه کړې ده.
د مژده په وینا، طالبان د دوحې غونډې د هوکړې په برخه کې نړیوال ضمانت غواړي.
مژده زیاتوي، د دوحې د څو ورځنۍ غونډې پایلې وروستۍ نهدي او د مسایلو ارزښت او د ژبې تخنیکي ستونزو ته په پام، دا غونډه غځېدلې ده.
خو د طالبانو یو بل پخواني چارواکي اکبراغا سلاموطندار ته وویل، تراوسه له افغانستانه د نړېوالو ځواکونو د وتلو مهالویش او د دې هوکړې په اړه د نړېوال ضمانت مسایل وروستي شوي نهدي.
د نوموړي په وینا، طالبان اوس هم د امریکا د متحدو ایالتونو هوکړو ته د شک په سترګه ګوري او همدا لامل دی چې نړېوال ضمانت غواړي او که دا کار و نهشي، کېدای شي دا ستونزه هواره نهشي.
اکبراغا زیاتوي، د امریکا متحدو ایالتونو استازی هڅه کوي چې د سولې بینالافغاني خبرې اترې پیل شي او په وینا یې ښايي د دوحیې خبرې اترې نن یا سبا پای ته ورسېږي.

بلهخوا د سولې عالي شورا د ویاند مرستیال اسدالله زایري سولې ته د رسېدو لپاره د بندیانو خوشې کول او اوربند مثبت ګام بولي او وايي، د یادې شورا لپاره د بینالافغاني خبرو اترو د پیل جدول جوړول د دوحې غونډې ښه پایله وه.
د امریکا او طالبانو ترمنځ احتمالي شوی هوکړهلیک تراوسه د دوی ترڅنګ، حکومت هم نهدی تایید کړی.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیلزداد څه موده وړاندې ویلي وو، که طالبان د سولې خبرو ته غاړه نه ږدي، امریکا به یې پر وړاندې خپلې جګړې ته دوام ورکړي او د افغان ځواکونو او دولت ترڅنګ به ودرېږي.





