د افغان ټېلېکام یو شمېر قراردادیان وايي، دغه شرکت یې ۲ مېلیارده افغانۍ پوروړی دی، خو اوس پیسې نه ورکوي.
دوی چې نن د اعتراض په توګه په کابل کې راټول شوي وو وایي، له تېرو دوو کلونو راهیسې یې د افغان ټېلېکام لپاره کار کړی، خو اوس ورته خپل حق نه ورکوي.
د نبي بست شرکت مسوول نبي ازاد وايي، پر فساد او له مافیايي کړیو سره د افغان ټېلېکام د تورنولو ترڅنګ وايي، که څه هم دغه شرکت له ۷۶ قراردادي شرکتونو سره د هر سیمکارت پر سر د ۱۰۰ افغانیو ورکولو قرارداد کړی و چې اوس دا پیسې ۲ میلیارده افغانۍ کېږي، خو اوس یې له ورکولو ډډه کوي.
نوموړي خبرداری ورکړ، که حقوق یې ور نهکړل شي، د افغان ټېلېکام دروازې به وتړي.
خو د افغان ټېلېکام رییس اجمل عیان پر یاد شرکت لګېدلي تورونه ردوي او وايي، نبي بست شرکت په ناقانونه توګه فعالیت کړی او یوازې په هلمند کې د فعالیت کولو حق لري، خو یاد شرکت په کابل کې هم سیمکارتونه پلورلي دي چې ډېر ژر به یې عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژني.
د نوموړي په ونیا، که یاد شرکت له دوی سره کومه مالي ستونزه لري، عدلي او قضايي ادارو ته دې مراجعه وکړي.
اجمل عیان وايي، د نبي بست شرکت خپلې نننۍ غونډې ته د پیسو په بدل کې کسان راوستي وو، خو د یاد شرکت رییس نبي ازاد ټینګار کوي، که حقوق یې ور نهکړل شي، خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي او د افغان ټېلېکام دروازه به هم وتړي.
د افغان ټېلېکام پر وړاندې د نننۍ غونډې ګډونوالو ټینګار کاوه چې د دوی قراردادونه دې نوي او دغه راز د افغان ټېلېکام رییس دې هم عدلي او قضايي ادارو ته ور وپېژندل شي.