
ارګ او سپېدار د ملي یووالي حکومت د خپلې تېرې څلورنیم کلنې دورې پر مهال تل د صلاحیتونو او د واک د وېش پر سر ناندرۍ وهلي چې د کارپوهانو په باور، دا د ځینو فرصتونو د له لاسه ورکولو لامل هم شوي دي.
اوس چې ولسمشر او اجرایوي رییس دواړو د ولسمشرۍ لپاره ځانونه نوماندان کړي، د حکومتي مقامونو د استعفاوو بحث هم رابرسېره شوی دی.
اساسي قانون او د ټاکنو قانون دواړه صراحت لري، که حکومتي چارواکي غواړي د ټاکنو لپاره نوملیکنه وکړي، باید له دندو لرې شي، خو د اجرایوي رییس سرنوشت به چې په اساسي قانون کې ځای نهلري، څنګه کېږي؟
اجرایوي رییس عبدالله عبدالله چې نن یې د نوملیکنې پر مهال خبرې کولې وویل، د ملي یووالي حکومت د یوې سیاسي هوکړې له مخې جوړ شوی او دی به هم د حکومت تر پایه پر خپل ځای پاتې شي.
په همدې حال کې محمداشرف غني چې ولسمشریزو ټاکنو کې د نوماندېدو لپاره د ټاکنو کمېسیون ته تللی و، د عبدالله عبدالله د استعفا په اړه د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې په غیرمستقیم ډول وویل چې دا موضوع په اساسي قانون کې روښانه ده.
بلهخوا د ولسمشر د ویاند مرستیال شاهحسین مرتضوي د عبدالله عبدالله د استعفا موضوع حقوقپوهانو ته پرېږدي او هغوی هم وايي چې اجرایوي رییس باید له خپلې دندې استعفا وکړي.
حقوقپوه کبیر رنجبر وايي، عبدالله عبدالله او مرستیالان یې باید د قانون له مخې، په ولسمشریزو ټاکنو کې د نوماندېدو پر مهال خپلې دندې پرېږدي.
د نوموړي په وینا، اجراییه ریاست په خپل ذات کې ناقانونه دی او که اجرایوي رییس او مرستیالان یې استعفاوې و نهکړي، د قانون ماتونه به بیا تکرار شي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې غړی جعفر مهدوي سلاموطندار ته وویل، که د اجرایوي رییس د نوماندېدو په اړه د ارګ او سپېدار ترمنځ سیاسي هوکړه و نهشي، په حکومت کې به د جنجالونو او بحران لامل شي.
د نوموړي په وینا، د اجراییه ریاست د ډلې استدلال سیاسي هوکړهلیک دی، خو د ارګ لپاره د یاد هوکړهلیک مهال تېر شوی دی.
ولسمشر محمداشرف غني او اجرایوي رییس عبدالله عبدالله نن د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته لاړل او هلته یې د بېلو نوماندانو په توګه د راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوملیکنه وکړه.





