
د بلخ د ولسي جرګې ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلان یوه اوونۍ وروسته د معترضو نوماندانو پلویانو په دې ولایت کې د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفتر دروازه وتړله او پرلت یې وکړ.
دغو کسانو چې شمېر یې شاوخوا ۲ زرو کسانو ته رسېده تر یوه لاریون وروسته د اعتراض په توګه د کمېسیون د ولایتي دفتر مخې ته پرلت پیل کړ او د دغه ولایت د رایو بیاشمېرلو غوښتنه کوي.
معترض نوماند محمد عبده وایي، د دغه ولایت په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوي او باید د نوماندانو او کورنیو او بهرنیو ناظرانو په وړاندې بیا وشمېرل شي.
په همدې حال کې یو بل معترض نوماند وکیل متین په بلخ کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پر ولایتي دفتر نیوکه کوي چې شکایتونه یې څېړلي نهدي او باید ورسره ثبت شوي ۸۰۰ شکایتونه په بشپړې روڼتیا وڅېړي.
یو بل معترض نوماند نجیب پیکان هم د ټاکنو پر پروسې نیوکه کوي او وايي چې د ټاکنو کمېسیون له درغلیو ډکې ټاکنې وکړې. نوموړی وايي، کمېسیونونه د خلکو له رایو سره لوبې کوي او پهکار ده چې دغه ملي پروسه نوره زیانمنه نهکړي.
خو په بلخ کې د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفتر مشر عزتالله ارمان د معترضو نوماندانو د شکایتونو تر اورېدو وروسته ژمنه وکړه چې د ۲۳۱ محلونو رایې به بیا وشمېري.

د ارمان په وینا د بلخ ولایت ۹۷،۵ سلنه رایې بایومټریک شوي او کمېسیون هڅه کوي چې نابایومټریک شوې هغه ترې بېلې کړي. نوموړی زیاتوي، هغه نوماندان چې بریالي شوي، له کمېسیونه مننه، خو برعکس هغوی چې ناکام شوي، اعتراضونه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د بلخ معترضو نوماندانو تېره اوونۍ هم پهدې اړه خپلې غوښتنې وړاندې کړې وې او د رایو پر بیا شمېرلو یې ټینګار کړی و.





