د جوزجان د قرقین ولسوالي یوازې ۲ رایې پاکې دي

په جوزجان کې ولسي جرګې ته یوشمېر نوماندانو سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت په قرقین ولسوالي کې د یوه نوماند په ګټه درغلي شوې ده.

د دوی په وینا، که څه هم په‌دې ولسوالي کې یوازې ۲ رایې صندوق ته اچول شوي، خو یوه نوماند نږدې ۲۵۰ رایې وړې دي.

ولسي جرګې ته یوه نومانده حلیمه‌صدف کریمي چې دغه ادعا یې کړې وايي، دا ښکاره درغلي ده او د ټاکنیزو کمېسیونونو ولایتي مسوولان باید پاکې رایې له ناپاکو هغو بېلې کړي.

په همدې حال کې یو بل نوماند سید‌عزیزالله الفتي وايي، د قرقین ولسوالي ډېرې رایې د سایره‌شکېب سادات په ګټه کارول شوې دي.

نوموړی هم له ټاکنیزو کمېسیونونو غواړي چې هغه رایې باطلې کړي چې په درغلۍ صندوقونو ته اچول شوې دي.

خو سایره‌‌شکېب سادات وايي، په یادې ولسوالي کې ټولې رایې د دې په په ګټه کارول شوې نه‌دي. نوموړې دا ډول تورونه د ځان پروړاندې توطیه بولي او زیاتوي چې د ټاکنو کمېسیون ولایتي کارکوونکي د یوه مشخص نوماند په ګټه کار کوي.

بلخوا جوزجان کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولایتي دفتر سرپرست حمیدالله بلوچ سلام‌وطندار ته وویل چې په قرقین ولسوالي کې یوازې ۲ رایې د باور وړ دي او د پاتې نورو په اړه څېړنې کوي. بلوچ زیاتوي، له هغو کارکوونکیو سره به قانوني چلن وکړي چې درغلي یې کړې ده.

په جوزجان کې د ټاکنیزو شکایتونو ولایتي دفتر منشي عبدالسلام نزهت وايي چې په قرقین ولسوالي کې یوازې ۲ رایې د امان‌الله شریفي په ګټه او پاتې ۲۳۹ رایې د نورو نوماندانو په ګټه، خو له بایومټریک پرته کارول شوې دي.

نوموړی له مسوولو ادارو غواړي چې دغه موضوع وڅېړي او عاملان یې عدلي او قضايي ادارو ته ور وپېژني.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام