له ۳۰۰ ډېر معترض نوماندان د کابل د رایو باطلېد غواړي

د کابل د ولسي جرګې ټاکنو ته ولاړ له ۳۰۰ ډېر نوماندان د دې ولایت د ټاکنو له پایلو شکایت کوي او د کابل حوزې د رایو باطلول غواړي.

معترضو نوماندانو نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د کابل د رایو پایلې نه مني او په‌دې ولایت کې دې د ولسي جرګې ټاکنې بیاځلي وشي.

یو معترض نوماند عرفان‌الله عرفان وویل، کره اسناد لري چې د ټاکنو بهیر کې درغلۍ شوې‌دي.

هغه د کمېسیون له غړیو غواړي چې د ټاکنو شکایتونو کمېسیون د مخکینۍ پرېکړې له‌مخې دې د کابل رایې باطلې کړي.

ښاغلی عرفان وايي چې په کابل کې د ولسي جرګې د ټاکنو بیاځلي تر سرکولو په صورت کې باید د ټاکنو کمېسیون کمېشنران بدل شي او څارنوالۍ ته معرفي شي.

خو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مرستیاله ویانده کبرا رضايي وايي چې په کابل کې بیاځلي ټاکنې امکان نه‌لري.

د اغلې رضایي په خبره، د ولسي جرګې ټاکنو کمۍ لرلې؛ خو اوسنیو شرایطو ته په کتو؛ په کابل کې د بیاځلي ټاکنو کول له فني، تخنیکي او مالي اړخه ناشوني دي.

د کابل ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې پنځه ورځې مخکې اعلان شوې چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له لوري له‌دې پخوا باطلې اعلان شوې‌وې؛ خو له جوړجاړي وروسته د بیاځلي شمېرل کېدو هوکړه وشوه.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام