ننګرهار کې ۶ قاچاق‌وړونکي له ۵۱ میله وسلو سره نیول شوي

په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول‌اردو د لومړۍ سرحدي لوا قوماندان ایوب حسین‌خېل وايي، تېره ورځ یې د ننګرهار په مومندرې ولسوالي کې د یوه کمين پرمهال ۶ قاچاق‌وړونکي له ۵۱ میله وسلو او تجهیزاتو سره ونیول.

نیول شوي قاچاق وړونکي او وسلې چې تومانچې، کلاشینوکوپونه، بمونه او نور په‌کې وې نن سهار سرحدي لوا کې رسنیو ته وښودل شوې.

د حسین‌خېل په وینا، دغه کسان او وسلې یې د مومندرې ولسوالي په دربند سیمه کې هغه مهال نیولي چې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې ننګرهار ته راوړل کېدې.

د نیول شویو کسانو له ډلې ګلاخان چې د لوګر ولایت د ازرې ولسوالي اوسېدونکی دی وايي، یوه کس ورته یادې وسلې وسپارلې چې د پیسو په بدل کې یې د فرضي کرښې دې غاړې ته راواړوي. نوموړي د یاد کس نوم و نه ښوده.

دا په داسې حال کې ده چې سرحدي پولیسو تر دې وړاندې هم په ختیځ کې یو شمېر قاچاق وړونکي له وسلو او نورو توکیو سره نیولي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام