نن د فوټبال‌کلپونو ۱۵م پړاو نړۍوال جام پیلېږي

ټاکل شوې‌ نن د عربي اماراتو په کوربتوب د نړۍ د غورو فوټبال‌کلپونو ترمنځ د فوټبال نړۍ‌وال جام ۱۵م پړاو سیالۍ پیل شي.

د فوټبال نړۍوالې شورا (فیفا) معلومات ښيي چې د دی جام په لومړۍ لوبه کې به نن د عربي اماراتو العین کلپ له نیوزیلینډي ټیم ویلینګټن سره سیالۍ وکړي.

د دواړو فوټبال‌کلپونو ترمنځ به دغه لوبه د افغانستان پر وخت نن شپه ۸ بجې د عربي اماراتو په العین ښار کې د نېږدې ۲۳ زره نندارچیانو ځای‌لرونکي (هازا بن زاید) نړۍوال فوټبال لوبغالي کې وشي.

د فوټبال‌کلپونو د نړۍوال جام دا سیالۍ د لومړي ځل له‌پاره په ۲۰۰۰ کال کې پیل شوې چی تراوسه هر کال په یو هېواد کې کېږي چې سږ کال به په‌کې ریال ماډریډ له خپلې تېرې اتلولۍ دفاع کوي.

ریال ماډریډ او بارسلونا فوټبال‌کلپونو د فوټبال کلپونو نړۍوال جام سیالیو د تاریخ تر ټولو غوره لوبډله شمېرل کېږي چې ۳ ـ ۳ ځلې یې د اتلولۍ جامونه ګټلي دي.

دا سیالۍ به د ډېسمبر پر ۲۲مې نېټې د اتلې لوبډلې په اعلان سره پای ته ورسېږي.

د کلپونو په ۱۵م پړاو نړۍوال جام سیالیو کې د ۶ کنفیدراسیونونو څخه ۷ فوټبال کلپونه برخه لري چې د عربي اماراتو په دوو بېلابېلو «هازا او زاید» لوبغالو «العین او ابوظبي» او ښارونو کې به سیالۍ وکړي.

د العین او ویلینګټن فوټبال کلپونو ترڅنګ په پیلېدونکي فوټبال‌کلپونو نړیوال جام سیالیو کې له شمالي او مرکزی امریکا وچې څخه د مکسکیو هېواد اتل فوټبال کلپ ګواډالاجارا، له افریقا وچې څخه د تیونس هېواد اتل فوټبال کلپ ایسپرینس دی تیونس، له اسیا وچې څخه جاپانی اتل فوټبال کلپ کاشیما انتلرز، له سویلي امریکا وچې څخه د ارجنټاین هېواد اتل فوټبال کلپ ریور پلیټ او له اروپا وچې څخه د اسپانیې هېواد اتل فوټبال کلپ دفاعي اتل ریال ماډریډ برخه لري.

د ارجنټاین ریورپلیټ او اسپانوي ریال ماډریډ فوټبال کلپ د سږکال کلپونو ترمنځ د فوټبال نړۍوال جام په نیمه‌ پای‌لوبه کې ځای لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام