مهسا مهدوي د هغو لسګونو کډوالو له ډلې یوه ده چې خپلو موخو ته د رسېدو لهپاره د خپلې کورنۍ نورو غړیو سره یوځای له ستونزمنو لارو تېرېدو ته ملا تړي او ایران ته روانېږي.
اغلې مهدوي او د هغې کورنۍ د لارې اوږدو کې ستونزو، د قاچاقیانو بد چلند او د ډېرو پیسو مصرفېدل سخت ځورولي او اړ وو چې په سختې لوږې سره موخې ته د رسېدلو لهپاره ستونزو سره لاس او ګرېوان شي.
د دې په خبره، د کورنیو د غړیو د شمېر د زیاتوالي له امله ټولو پاسپورټ نهشیو اخېستلی ځکه خو په قاچاقي توګه ایران ته روان شول.
مهسا مهدوي ـ چې د خپلې کورنۍ ځوانه لور ده ـ خپلو خبرو ته دوام ورکوي او وايي، که څه هم قاچاقیانو له دوی ډېرې پیسې اخېستلې خو بیا هم ورته هېڅ پام نهکوي، بلکې وهي یې او نورو ستونزې هم ورته جوړوي.
د جوزجان د ښځو چارو رییسه نجیبې قریشي د هغو ښځو ملاتړ په اړه ـ چې د کډوالۍ په لاره کې وهلټکول شوي یا هم له جنسيځورونې سره مخ شوي ـ وویل، تراوسه یې پهدې اړه له کډوالۍ بېرته ورستنې شوې ښځې سره هېڅ ډول غوښتنلیک نهدی ترلاسه کړی چې د تاییدۍ مهر پرې ولګوي.
هغه زیاتوي، کهچېرې دې برخه کې کوم غوښتنلیک ترلاسه کړي؛ د قانون پر اساس به د نورو مسوولو ادارو په همغږۍ د هغوی ستونزو ته لاسرسی وکړي.
د اغلې قریشي په وینا، کهچېرې په قاچاقي ډول تلونکې ښځې په سرحدي پولو ګیر او راستنې شي، د ښځو چارو په ریاست کې د حیثیت ادعا وکړي دوی ورته د غوښتنپاڼې د ورکولو ترڅنګ، قانوني او اصولي لارې ورښيي او تر خپلې وسې همکاري ورسره کوي.
جوزجان کې د انسانيقاچاق سکرتریت مسوول حسن سلیمي دا مورد د کډوالو قاچاق له ډلې شمېري او وايي، څوک چې قاچاق شي؛ د قانون پر بنسټ، له تعقیب، وهلټکولو، نڅولو، له درنو کارونو او خرڅولو څخه منع دي.
اوسمهال پر کورنیو سربېره ګڼشمېر ځوانان او ان ماشومان بهرنیو هېوادونو ته په سختو قاچاقي لارو ځي چې د لارې په اوږدو کې ورته مرګ او ژوند یو چانس ګڼل کېږي.