د تخار په کلفګان کې خلکو د افغان‌بېسیم د مخابراتي شبکې فعالیت بند کړ

نن ګهیځ د تخار ولایت د کلفګان ولسوالۍ لسګونو ځوانانو د افغان‌بېسیم د مخابراتي شرکت د ۳جي انټرنیټي خدمتونو د نه‌لرلو په اعتراض کې د یادې شبکې فعالیت باندې بندیز ولګولو.

د دې اعتراضګرو شمېر ۱۰۰ تنو ته رسېد.

د تخار د کلفګان د ځوانانو رییس حفیظ حیدري وايي، د دې ولسوالۍ ډېر اوسېدونکي په بهر کې مېشت دي او له هغو سره له انټرنیټ اړیکو پرته نورې اړیکې په لوړ لګښت تمامېږي.

د ښاغلي حیدري په خبره، د خلکو له غوښتنو سره ـ سره بیا هم د افغان‌بېسیم مخابراتي شرکت دغو غوښتنو ته پام نه‌دی کړی.

د تخار د کلفګان ولسوال قیوم قانع دا مني چې خلکو د افغان‌بېسیم مخابراتي شبکې فعالیتونه درولي دي.

د کلفګان ولسوالیوايي، خلکو سره د افغان‌بېسیم د مخابراتي شبکې د مسوولانو له لوري د ژمنو د نه عملي کېدو په اعتراض کې د شبکې فعالیتونه درول شوي‌دي.

د ښاغلي قانع په وینا، د کلفګان ولسوالۍ اوسېدونکیو څوو میاشتې مخکې هم غوښتي وو چې د افغان‌بېسیم د مخابراتي شرکت فعالیتونه ودروي؛ خو د یادې شبکې مشر ور سره ژمنه کړې‌وه چې د ۳جي انټرنیټي خدمتونه به وړاندې کوي؛ نو ځکه یې دا ګام تر ننه ځنډولی و.

معترضین ادعا کوي چې په شمال‌ختیځ زون کې د افغان‌بېسیم مخابراتي شرکت مسوول قادر افغان د کلفګان ولسوالۍ د ۳جي انټرنیټي سهمیه خواجه‌غار ولسوالۍ ته لېږدولې ده.

له پرله‌پسې اړیکو سره ـ سره بیا هم په شمال‌ختیځ زون کې د افغان‌بېسیم مخابراتي شرکت د مشر په نظر اخېستلو بریالي نه‌شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام