له لوګر ولایت نه ولسي جرګې ته د یوه نوماند شاپور حسنزي پلویانو نن په یوه اعتراضیه غونډه کې ادعا وکړه چې په دغه ولایت کې د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفتر پراخې درغلۍ کړې دي.
دوی نیوکه کوي چې د ټاکنو ولایتي دفتر د دوی پاکې رایې باطلې کوي، خو د نورو نوماندانو ناپاکې رایې حسابوي او پایلې یې ورته د منلو نهدي.
اعتراض کوونکي امینالله او خوشال حسن وايي، د مرمیو په باران کې ښځینه او نارینهوو د سر په بیه رایې کارولي، خو اوس یې کمېسیون باطلوي. دوی ګواښ کوي، که د دوی پاکې او بایومټریک شوې رایې و نه شمېرل شي، خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي او د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفتر دروازه به هم وتړي.
خو په لوګر کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر مسوولان وايي، بایومټریک شوې رایې ورته د منلو دي او پاکې رایې یې حساب کړي، خو ناپاکې هغه یې له سېسټم نه اېستلې دي. د یاد دفتر رییس عبدالرحمان محب زیاتوي، هېچا ته یې د رایو شمېرلو پر مهال د لاسوهنې اجازه ورکړې نهده او که په چا ثابته شوه، څارنوالي ته به یې ور وپېژني.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېره شپه ناوخته د (دایکندي، جوزجان، فراه، روزګان او بامیان) ولایتونو د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې او ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې د نورو ولایتونو هم اعلان کړي.