خوست کې ځانمرګي برید ۲۷ سرتېري وژلي او ۷۹ یې ټپیان کړي

پرون د خوست نادرشاه‌کوټ ولسوالي کې د ملي‌اردو لومړۍ پلې لوا جامع جومات کې د جمعې د لمانځه پرمهال د ځانمرګي برید په پایله کې د ملي‌اردو ۲۷ سرتېري او افسران ووژل او ۷۹ نور یې ټپیان کړل.

که څه هم په لومړنیو معلوماتو کې د خوست والي ویلي وو چې په‌دې ځانمرګي برید کې د ملي‌اردو ۱۲ سرتېري وژل شوي او ۳۳ ټپیان دي او د ملي اردو د لومړۍ پلې لواء ویاند تورن عبدالله ۹ وژل شوي او ۲۲ ټپیان ښودل؛ خو وروسته یوې دولتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل چې پرونۍ پېښې کې د ملي‌اردو ۲۷ سرتېري او افسران وژل شوي او ۷۹ ټپیان دي.

له‌دې مخکې د خوست د عامې‌روغتیا رییس تایید کړې‌وه چې د ملي‌اردو ۴۴ ټپیان د دې ولایت حوزوي روغتون ته وروړل شوي او ۳۵ نور د خوست ښار خصوصي روغتونونو ته لېږدول شوي او د ځېنو ټپیانو روغتیایي حالت یې نازک ښودلی و.

د دې تر څنګ یو شمېر ټپیان د درملنې په پار په چورلکو کې کابل ته انتقال شوي.

د سیاسي شنونکو تر څنګ عام خلک هم اندېښمن دي چې څنګه داسې خوندي ځای ته ـ چې څو ځایه تلاشي او پوښتنې کېږي ـ بیا هم ځانمرګی بربدګر ننوتلی شي.

چارواکي وایي، تراوسه نه‌ده معلومه چې ځانمرګی له کومې لارې لومړۍ لوا او بیا جومات ته داخل شوی.

تراوسه رسنیو ته د دې پېښې پړه کومې وسله واله ډلې هم په غاړه نۀ ده اخیستې.

خوست کې د ملي‌اردو لومړۍ پلې لوا د ښایسته لوا په نوم هم یادېږي او هره جمعه په‌کې شاوخوا شپږنیم‌سوه سرتېري او افسران د جمعې لمونځ ادا کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام